اسلام آباد 18 جنوري (اے پي پي) صدر آصف علي زرداري د كراچۍ په ګل پلازه كښې د اوور لګيدو په مهال د فائر فائټر فرقان علي په شهادت د افسوس څرګندونه كړې ده۔د اتوار په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر مملکت ووئيل د فرقان علي پيشه وره جرأت او فرض شناسي د اولسي خدمت اعليٰ مثال دے۔ صدرِ مملکت د …
صدر آصف علي زرداري ګل پلازه كښې د اوور لګيدو په مهال د فائر فائټر فرقان علي په شهادت د افسوس څرګندونه وكړه
اسلام آباد 18 جنوري (اے پي پي) صدر آصف علي زرداري د كراچۍ په ګل پلازه كښې د اوور لګيدو په مهال د فائر فائټر فرقان علي په شهادت د افسوس څرګندونه كړې ده۔د اتوار په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر مملکت ووئيل د فرقان علي پيشه وره جرأت او فرض شناسي د اولسي خدمت اعليٰ مثال دے۔ صدرِ مملکت د فرقان علي كورنۍ سره غمرازي ښكاره كړه۔صدر آصف علي زرداري ووئيل قوم به د خپلو بهادرو ځوانانو قربانۍ عمر له ياد ساتي۔صدر مملکت ووئيل سباؤن كښې دې ډول پېښو مخنيوي لپاره فائر سيفټي او ايمرجنسي نظام دې مؤثره كړې شي۔صدرِ مملکت د سندھ حکومت ته سپارښتنه وكړه چې د کراچۍ پشمول ټوله صوبه كښې کمرشل او رهائشي ودانو حفاظتي انتظامات جاج واخلي۔ده د سندھ حكومت ته سپارښتنه وكړه چې د پېښي نه پس امدادي اقدامات كښې فعاله کردار ترسره كړې شي او د ژوبل كسانو طبي آسانيو له او د ځپليو كورنيو خيال وساتلې شي۔











