اسلام آباد 18 جنوري (اے پي پي) د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ وزيراعظم محمد شهباز شريف ته غزه لپاره جوړ شوې بورډ بورډ آف پيس كښې د شموليت بلنه وركړې ده۔دا خبره د اتوار په ورځ د خارجه وزارت وياند طاهر اندرابي د ميډيا د پوښتني په ځواب كښې وكړه۔د خارجه وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې وياند طاهر اندرابي ووئيل د پاکستان وزيرِاعظم ته د امريکې صدر …
د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ وزيراعظم محمد شهباز شريف ته غزه لپاره جوړ شوې بورډ بورډ آف پيس كښې د شموليت بلنه وركړه
اسلام آباد 18 جنوري (اے پي پي) د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ وزيراعظم محمد شهباز شريف ته غزه لپاره جوړ شوې بورډ بورډ آف پيس كښې د شموليت بلنه وركړې ده۔دا خبره د اتوار په ورځ د خارجه وزارت وياند طاهر اندرابي د ميډيا د پوښتني په ځواب كښې وكړه۔د خارجه وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې وياند طاهر اندرابي ووئيل د پاکستان وزيرِاعظم ته د امريکې صدر د اړخه غزه لپاره جوړ شوې بورډ آف پيس كښې د شموليت بلنه ترلاسه شوي۔وياند ووئيل پاکستان به په غزه كښې امن و سلامتيا لپاره نړيوالو هڅو كښې په بشپړه ډول شامليږي دغسې چې د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې د فلسطين مسئلې كوټلې او اوږدې مودې حل ممكن شي۔











