اسلام آباد 18 جنوري (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف په كراچۍ كښې په ګل پلازه كښې د اوور وژلو په مهال امدادی کارروائیو كښې شهيد شوي فائر فائټر فرقان علي په شهادت د افسوس څرګندونه كړي۔د اتوار په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیراعظم ووئيل فرقان علي د وګړي بچ كولو سره د خپل ځان قرباني وركړه۔ده ووئيل په دې …
وزیراعظم شهباز شریف د فائر فائټر فرقان علي په شهادت د افسوس څرګندونه وكړه
اسلام آباد 18 جنوري (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف په كراچۍ كښې په ګل پلازه كښې د اوور وژلو په مهال امدادی کارروائیو كښې شهيد شوي فائر فائټر فرقان علي په شهادت د افسوس څرګندونه كړي۔د اتوار په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیراعظم ووئيل فرقان علي د وګړي بچ كولو سره د خپل ځان قرباني وركړه۔ده ووئيل په دې سخت وخت كښې مونږ د فرقان علي كورنۍ سره ولاړ يو۔ده دعا اوكړه چې لوے څښتن دې فرقان له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجني كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ وزیراعظم په پېښه كښې په حق رسيدلو نورو كسانو كورنيو سره د يووالي او غمرازۍ څرګندونه وكړه ۔ ده ووئيل مونږ ټول د غمجنو كورنييو په غم كښې شريك يو،پېښه كښې د ب ےګناه وګړو په شهادت دړديدلي يو۔











