د قامي غذائي تحفظ و تحقیق وفاقي وزیر رانا تنویر حسین برلن كښې په ګلوبل فورم فار فوډ اینډ ایګریکلچر 2026 كښې ګډون

اسلام آباد 17جنوري (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ و تحقیق وفاقی وزیر رانا تنویر حسین په برلن كښې په ګلوبل فورم فار فوډ اینډ ایګریکلچر (جي ایف ایف اے)2026 كښې د پاکستان نمائندګی کړي چرته چې هغه د موسمیاتي بدلون او په نړيواله كچه د اوبو زيات شوي قلت په تناظر كښې د اوبو لچك ، پائیدار زراعت او غذائی تحفظ په اړه د پاکستان ترجیحات رامخې ته …

اسلام آباد 17جنوري (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ و تحقیق وفاقی وزیر رانا تنویر حسین په برلن كښې په ګلوبل فورم فار فوډ اینډ ایګریکلچر (جي ایف ایف اے)2026 كښې د پاکستان نمائندګی کړي چرته چې هغه د موسمیاتي بدلون او په نړيواله كچه د اوبو زيات شوي قلت په تناظر كښې د اوبو لچك ، پائیدار زراعت او غذائی تحفظ په اړه د پاکستان ترجیحات رامخې ته كړل۔د فورم سرخط’’اوبه ، غذا، زمونږ سباؤن ‘‘ ؤ۔په دې موقع په خپله وينا كښې وفاقي وزیر د وادیي سندھ تهذیب سره تړلي د پاکستان د تاریخی تړون حواله وركړه او په دې خبره يې زور راوړو چې نن پاکستان د ګڼو چیلنجونو سره مخ دے۔د خالي په ورځ د قامي غذائي تحفظ و تحقیق وزارت د اړخه جاري بيان له مخې ده د بيا بيا د راغلي سېلاب، وچ كالۍ او زياتي ګرمۍ چپو يادونې سره ووئيل دغه موسمیاتي اثرات زرعي پیداوار، كلي وال روزګار او قامي غذائی تحفظ زيات ځپلې دي۔رانا تنویر حسین ووئيل د پاکستان غذائي نظام تر ډيره حده د اباسين په تاس انحصار لري كوم چې د 24 كروړه څخه زياتو كسانو لپاره زراعت، صنعت او ماحولیاتي نظام له سهارا وركوي۔ده د اوسنو تباهي كوونكو سیلابونو او وچ كالۍ په مهال د نظام کمزورۍ ښكاره مثال ګرځولو سره د اوبو لچك ضروري وګرځولو۔ده د دې خبري پخلے وكړو چې د اوبو سلامتيا نه غير غذائي تحفظ ممکن نه دے او په شريكه د اوبو وسائلو مرسته د امن او استحکام لپاره لازم ده۔دې نه علاوه رانا تنویر حسین د پوهانو پینل’’پائیدار اوبه خور لپاره اوبه ، توان ، غذا او ماحول په شريك ربط اډانه نکته نظر‘‘ كښې د پینلسټ په حيث ګډون وكړو۔ ده د اوبو شته والې، د توان استعمال، ماحولیاتی تحفظ او موسمیاتي بدلونونو په شريكو چیلنجونو د خيالاتو څرګندونه وكړه او د ګډون كوونكو د پوښتنو ځواب يې هم وركړو۔ده د اوبو تحفظ، زرعي پیداوار كښې زياتوالي او د غذائي تحفظ ودي لپاره د ماحول دوست ټیکنالوجیز نفاذ په اړه د حکومت د كلك عزم پخلے وكړو۔جي ایف ایف اے 2026 كښې د خپل شرکت په اختتام وفاقي وزیر رانا تنویر حسین د دې عزم څرګندونه وكړه چې پاکستان به نړيوالو شراکت دارو، تحقیقي ادارو، نجي څانګې او سول سوسائټۍ سره په ګډه د اوبو لچك ، کلائمټ اسمارټ زراعت او د كوټلي غذائی نظام ودي لپاره كار كوي۔

مزید خبریں