د پیټرولیم وفاقي وزیر علي پرویز ملك نړيوال اسټيك هولډرز ته په اپریل 2026 كښې پاکستان منرلز انویسټمنټ فورم كښې د ګډون بلنه

اسلام آباد 17 جنوري (اے پي پي) د پیټرولیم وفاقي وزیر علي پرویز ملك نړيوال اسټيك هولډرز ته اپریل 2026 كښې په كېدونكې پاکستان منرلز انویسټمنټ فورم كښې د ګډون كولو بلنې وركولو سره دا فورم د سرمایه كارۍ،مرستي او پالیسی مکالمې لپاره يو مهم پلیټ فارم ګرځولے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده په ریاض كښې فیوچر منرلز فورم (ایف ایم ایف) كښې د خبرو په مهال وكړه۔وفاقي وزیر فورم كښې …

اسلام آباد 17 جنوري (اے پي پي) د پیټرولیم وفاقي وزیر علي پرویز ملك نړيوال اسټيك هولډرز ته اپریل 2026 كښې په كېدونكې پاکستان منرلز انویسټمنټ فورم كښې د ګډون كولو بلنې وركولو سره دا فورم د سرمایه كارۍ،مرستي او پالیسی مکالمې لپاره يو مهم پلیټ فارم ګرځولے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده په ریاض كښې فیوچر منرلز فورم (ایف ایم ایف) كښې د خبرو په مهال وكړه۔وفاقي وزیر فورم كښې د پاکستان نمائندګي وكړه چرته چې هغه د اعلیٰ پائې مباحثه كښې كډون كولو سره د نړۍ په وړاندي د پاکستان معدني وسائلو صلاحیت رامخې ته كړو۔ایف ایم ایف په موقع وفاقی وزیر ګڼ د اعلیٰ پائې دوه اړخيزه ملاقاتونه وكړل چې پكښې د سعودي عرب د توان وزير شهزادہ عبدالعزیز بن سلمان آل سعود سره ملاقات هم شامل ؤ ۔ ملاقات كښې د توان څانګه كښې دوه اړخيزه مرستي په لا قوي كولو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔وفاقی وزیر علي پرویز ملك د سعودي عرب د سرمایه كارۍ وزير انجینئر خالد الفالح سره هم ملاقات وکړو چې پكښې د پاکستان د توان او معدنیات څانګه كښې د سرمایه كارۍ بهاؤ كښې زياتوالي او د شراكت دارو په آسانولو خبرې وشوې۔دې نه ځانله هغه د انټرنیشنل انرجي فورم سیکرټري جنرل جاسم الشیراوي ، میټسو کارپوریشن سي اي او سامي ټکالوما، د ډیلټا آئل چیئرمېن بدر العیبان، د سعودي ایګزم بینك سي اي او انجینئر سعد الخالب سره هم ملاقاتونه وكړل ۔په دغه ملاقاتونو كښې د شريكي خوښي د مرستي په امکانات د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د سیشن په مهال وفاقي وزیر علي پرویز ملك د مهمو معدنیات په اړه د پاکستان اسټریټجکي وژن وړاندې كولو سره ووئيل پاکستان کاروبار لپاره په بشپړه ډول چمتو دے او حکومتِ پاکستان سرمایه كارو سره ولاړ دے دغسې چې په نړيواله كچه برقي توان منتقل كولو عمل كښې معاونت لپاره د صلاحیت څخه استفادہ وكړې شي۔ده زور راوړو چې ریکوډك يواځې يوه منصوبه نه بلكه يو معیار (بینچ مارك) دے كوم به چې د کان کنی په څانګه كښې نوي معیارات جوړوي او سږ كال د پاکستان منرلز انویسټمنټ فورم موضوع ’’بیانډ ریکو ډيك ‘‘ ده ۔په دې موقع د معدني وسائلو نائب وزیر جناب عبدالرحمن البلوشی هم وجود ؤ ۔ وفاقي وزير فیوچر منرلز فورم كښې د پاکستان فعاله شرکت،نړيوالي مرستي او په سرمایه كارۍ اډانه پرمختګ لپاره د حکومتِ د عزم توثیق وکړو ۔۔

مزید خبریں