لاهور 17 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان وئيلي چې د حکومت د ښه پاليسيو په سوب هېواد تندۍ سره د پرمختګ پلو روان دے ،ډير زر به د آئي ايم ايف څخه آزادي ترلاسه كړو،ځوانان زمونږ سباؤن دے،د وزيراعظم يوتھ پروګرام ترمخه ځوانانو له ښه روزګار وركولو لپاره كوټلي ګامونه پورته كوو ،معرکه حق كښې لوئ دښمن له ماتې وركړې شوي۔د دې …
د حکومت د ښه پاليسيو په سوب هېواد تندۍ سره د پرمختګ پلو روان دے۔رانا مشهود احمد خان
لاهور 17 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان وئيلي چې د حکومت د ښه پاليسيو په سوب هېواد تندۍ سره د پرمختګ پلو روان دے ،ډير زر به د آئي ايم ايف څخه آزادي ترلاسه كړو،ځوانان زمونږ سباؤن دے،د وزيراعظم يوتھ پروګرام ترمخه ځوانانو له ښه روزګار وركولو لپاره كوټلي ګامونه پورته كوو ،معرکه حق كښې لوئ دښمن له ماتې وركړې شوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ ځائې هوټل كښې د نجي يونيورسټۍ د سيوري لاندي فنانشل اکنامکس اينډ هيومنټيز څلورم نړيوال ريسرچ کنفرنس ته د خاص ميلمه په حيث وينا كښې وكړه ۔ رانا مشهود احمد خان ووئيل ځوانان د هېواد روښانه سباؤن او د هېواد او قوم په پرمختګ كښې ځوانان مهم كردار لري،حکومت ځوانانو له روزګار وركولو لپاره هر ممكن آسانۍ وركوي،وزير اعظم يوتھ پروګرام په لړ كښې يوه کړي ده،چې مقصد ئې د وزيراعظم شهبازشريف د وژن ترمخه ځوانان په خپلو پښو ودرولو او صلاحيتونو څرګندوني لپاره يو پليټ فارم وركول دي۔ده ووئيل زمونږ ځوانان لوئ ټيلنټ لري،زمونږ بچي په هر ميدان كښې مخ په وړاندې روان دي،ځوانانو له تعليم سره سره تربيې وركولو ته هم اړتيا ده،كوم لپاره چې ځوانان د رائزنګ پاکستان برخه جوړيږي۔ده ووئيل سمندر پوري پكستانيان د هېواد سفيران دي،د هېواد پرمختګ او ترسيلات زر زياتولو لپاره د هغوي خذمات د نه هيرولو دي۔











