اسلام آباد 17 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي سباؤن كښې په هره كچه د پاك امريکې مرستي قوي كولو لپاره کوآرډينيشن ښه كولو پريكړه، بهر هېوادونو جرمونو كښې ككړ كسان به د جديد سافټ ويئر د لارې په ګوته كولې شي،د امريکې ادارو اينټي ټيررسټ اسسټنټس پروګرام او بيورو آف انټرنيشنل نارکاټکس اينډ لا انفورسمنټ سره به مرسته لا زياتولې شي۔دا خبره ده …
د كورنيو چارو وفاقي وزير سره د امريکې پلاوي ملاقات،سباؤن كښې په هره كچه د پاك امريکې مرستي قوي كولو لپاره کوآرډينيشن ښه كولو پريكړه، بهر هېوادونو جرمونو كښې ككړ كسان به د جديد سافټ ويئر د لارې په ګوته كولې شي۔محسن نقوي
اسلام آباد 17 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي سباؤن كښې په هره كچه د پاك امريکې مرستي قوي كولو لپاره کوآرډينيشن ښه كولو پريكړه، بهر هېوادونو جرمونو كښې ككړ كسان به د جديد سافټ ويئر د لارې په ګوته كولې شي،د امريکې ادارو اينټي ټيررسټ اسسټنټس پروګرام او بيورو آف انټرنيشنل نارکاټکس اينډ لا انفورسمنټ سره به مرسته لا زياتولې شي۔دا خبره ده د امريکې سفيري نيټلي بيکر په مشرۍ كښې د اعليٰ پائې پلاوي سره ملاقات په مهال وكړه۔په دې موقع د پاك امريکا اړيكو او شريكو ګټو څانګو كښې مرستي زياتولو په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د كورنيو چارو وزارت له مخې د ملاقات په مهال دوه اړخيزه امنيتي مرستي او بارډر مينجمنټ په لړ كښې اشتراك زياتولو پشمول د امريكې ادارو اينټي ټيررسټ اسسټنټس پروګرام او بيورو آف انټرنيشنل نارکوټکس اينډ لا انفورسمنټ سره مرستي زياتولو ت هسلا او سباؤن كښې كښې په هره كچه د پاك امريکا مرستي لا زياتولو لپاره د کوآرډينيشن ښه كولو پريكړه هم وشوه۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل بهر هېوادونو جرمونو كښې ككړ كسان به د جديد سافټ ويئر د لارې په ګوته كولې شي۔ملاقات كښې د اېف آئي اے، فيډرل کانسټيبلري او سائبر کرائم ايجنسۍ افسرانو لپاره د تربيې پروګرامز ، امريکا په مرسته اېف آئي اے كښې سنټر فار ټرانسفارميشن کرائم او اکيډمي جوړولو په چارو هم خبري اتري وشوي چې پكښې دې خبري ته سلا راغله چې بارډر سکيورټي،کوسټل ګارډز او نورو ادارو له به جديد امريکائي آلات وركولې شي۔ وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل جديد آلات سره به بارډر سکيورټي او کوسټل ګارډز د كار استعداد زيات شي،فيډرل کانسټيبلري تنظيم نو،اېف آئي اے او اين سي سي آئي اے د كار استعداد زياتولو كښې به د امريكې مرستي هركلے كولې شي۔ده ووئيل د اېف آئي اے د ترهه ګرۍ مخنيوي ونګ فعالولو لپاره به د امريكې معاونت ګټه ور ثابت شي او دا به په وفاقي كچه وړومبې اينټي ټيررسټ ونګ وي كوم به چې د صوبو سره موثره کوآرډينيشن ساتي۔د كورنيو چارو وزير محسن نقوي ووئيل اين سي سي آئي اے په ټول هېواد كښې غيرقانوني کال سينټرز په ضد کريك ډاؤن کوي۔د كورنيو چارو وزير مملکت طلال چوهدري، د كورنيو چارو وفاقي سيکرټري ، ډي جي ايف آئي اے، کمانډنټ فيډرل کانسټيبلري، ايډيشنل سيکرټري داخله ، ډي جي نيشنل سائبر کرائمز انويسټي ګيشن ايجنسي،ډي جي پاسپورټ اينډ اميګريشن، آئي جي اسلام آباد پوليس او نور اعليٰ چارواكي هم په دې موقع موجود وو۔











