وزيراعظم اسلام آباد ٬ آزاد جموں وكشمير او د ګلګت بلتستان وګړو لپاره وزيراعظم صحت كارډ اجرا كړو٬ د كمزورې طبقې سهارا جوړيدل د رياست ذمه واري ده: شهباز شريف

اسلام آباد۔16جنوری(اے پی پی)وزیراعظم شهباز شریف د وفاقی دارالحکومت اسلام آباد ،آزاد جموں وکشمیر او ګلګت بلتستان وګړو ويړيا درملنو له وزیراعظم صحت کارډ پروګرام اجرا كولو سره وئيلي دي چې د وزیراعظم صحت کارډ اجراء د اولسي خېر ښېګړې د عزم تسلسل دے٬ د درملنو او روغتيا آسانيو ترلاسه كول د اولس بنيادي حق دے٬ د رياست ذمه واري ده چې هغه د كمزورې طبقې سهارا جوړ شي۔ ددې …

اسلام آباد۔16جنوری(اے پی پی)وزیراعظم شهباز شریف د وفاقی دارالحکومت اسلام آباد ،آزاد جموں وکشمیر او ګلګت بلتستان وګړو ويړيا درملنو له وزیراعظم صحت کارډ پروګرام اجرا كولو سره وئيلي دي چې د وزیراعظم صحت کارډ اجراء د اولسي خېر ښېګړې د عزم تسلسل دے٬ د درملنو او روغتيا آسانيو ترلاسه كول د اولس بنيادي حق دے٬ د رياست ذمه واري ده چې هغه د كمزورې طبقې سهارا جوړ شي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د وزیراعظم صحت کارډ پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل په كال 2016 كښې پخواني وزيراعظم نواز شريف صحت كارډ پروګرام جاري كړے ؤ او په صوبو كښې ډېر تندۍ سره دا پروګرام اولس ته ورسېد٬ د لكھونو په شمېر كورنيو دې څخه استفاده وكړه۔ ده ووئيل د روغتيا آسانۍ رسولو لومړۍ ترجيح ده۔ د اسلام آباد ،آزاد جموں و کشمیر او ګلګت بلتستان وګړو لپاره وزیراعظم صحت کارډ اجرا كولې شي۔ دې لپاره د روغتيا وفاقي وزير مصطفیٰ کمال ، د روغتيا سېکرټری او د هغه ټوله ډله د مباركۍ مستحق ده۔ ده ووئيل سندھ كښې د دے پروګرام د اجرا كولو تجويز د غور وړ دے۔ سندھ به يقينا ً خپل پروګرام لري٬ د سندھ وزيراعلی دې ددې حل راوباسي دغسې چې هغوي هم دا آساني ترلاسه كړي۔ ده ووئيل په خېبر پښتونخوا او بلوچستان كښې هم د صحت پروګرام موجود دے٬ په پنجاب كښې هم لويې كاميابې سره په صحت كارډ پروګرام عملدرآمد روان دے۔ په دې په اربونو روپۍ مصرف كولې شي۔ دستورې ته د روغتيا وفاقي وزير مصطفی كمال هم خطاب وكړو۔ ده ووئيل په كال 2016 كښې دا پروګرام پېل كړے شوے و۔ دهووئيل دې سره به د اسلام آباد ، آزاد جموں و کشمیر او ګلګت بلتستان يو كروړ كسانو ته د وېړيا درملنو آساني ترلاسه وي۔ په ،اسلام آباد، آزاد جموں و کشمیر او ګلګت بلتستان كښی 70 روغتونونه په پروګرام كښې شامل دي۔ په دې موقع وزیراعظم اسلام آباد ، آزاد جموں و کشمیر او ګلګت بلتستان لپاره وزيراعظم صحت كارډ تقسيم كړل

مزید خبریں