د خزانې وزير سينيټر اورنګزيب سره د امريکې ناظم الامور نيټلي بيکر وليدل

اسلام آباد 16 جنوري (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزيب سره په پاکستان كښې د امريکې ناظم الامور نيټلي بيکر د جمعې په ورځ ليدلي۔ د خزانې وزارت لخوا د جاري بيان له مخې په ملاقات كښې د امريکي ناظم الامور په پاکستان كښې معاشي استحکام او اقتصادي بهترۍ لپاره د اقداماتو ستائنه وكړه۔ دې په پاکستان كښې د اصلاحاتي عمل او اوپن اكانومي د استحکام ايجنډا …

اسلام آباد 16 جنوري (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزيب سره په پاکستان كښې د امريکې ناظم الامور نيټلي بيکر د جمعې په ورځ ليدلي۔ د خزانې وزارت لخوا د جاري بيان له مخې په ملاقات كښې د امريکي ناظم الامور په پاکستان كښې معاشي استحکام او اقتصادي بهترۍ لپاره د اقداماتو ستائنه وكړه۔ دې په پاکستان كښې د اصلاحاتي عمل او اوپن اكانومي د استحکام ايجنډا هم وسائيله۔ دې پاكستان سره تجارت او سرمايه کارۍ ته وده وركولو لپاره د امريکې لخوا د بشپړه ملاتړ پخلې وكړو۔ د خزانې وزير د پاکستان او امريکې کمپني لبرټي فنانشل ترمېنځه د کرپټو کرنسۍ د مرستې لوظنامې هركلے وكړو٬ نېټلي بېکر پاکستان سره تجارتي او د سرمايه کارۍ اړيكې لا ښه كولو لپاره د خواهش څرګندونه هم وكړه۔ د خزانې وزير د معاشي اصلاحاتو تسلسل او سرمايه کار دوست ماحول جوړولو لپاره د حكومت د عزم پخلې وكړو

مزید خبریں