اسلام آباد۔16جنوری(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری وئيلي دي چې د معراج شپه د بركتونو موقع ده كومه چې ټولې اسلامي نړۍ لپاره د روحاني رفعت ٬ كامل ايمان او پروردګار ته د قرب ترلاسه كولو يو عظيم علامت دے٬ په دې مقدسه شپه پروردګار خپل محبوب نبي اكرم (ص) ته هغه عظيم الشان اعزاز وركړو كوم چې له انساني فهم څخه بهر دے۔ صدر مملكت ددې خيالاتو …
شب معراج ټولې اسلامي نړۍ لپاره د روحاني رفعت ٬ كامل ايمان او پروردګار ته د قرب ترلاسه كولو يو عظيم علامت دے: د صدر مملكت آصف علي زرداري د شب معراج په موقع پيغام
اسلام آباد۔16جنوری(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری وئيلي دي چې د معراج شپه د بركتونو موقع ده كومه چې ټولې اسلامي نړۍ لپاره د روحاني رفعت ٬ كامل ايمان او پروردګار ته د قرب ترلاسه كولو يو عظيم علامت دے٬ په دې مقدسه شپه پروردګار خپل محبوب نبي اكرم (ص) ته هغه عظيم الشان اعزاز وركړو كوم چې له انساني فهم څخه بهر دے۔ صدر مملكت ددې خيالاتو څرګندونه د معراج شپې په موقع خپل پېغام كښې وكړه۔ ده ووئيل دا واقعه مونږ ته دا سبق راكوي چې پوخ ايمان ٬ صبر او اطاعت سره انسان لوړو اخلاقي او روحاني درجو ته رسېدے شي۔ مونږ ته دا سبق هم راكوي چې آزمائشونه او ستونزې عارضي وي او د پاك پروردګار رحمت او نصرت تل له پاتې كيږي۔ ده ووئيل د معراج په موقع نبي اكرم (ص) ته د لمونځ ډالۍ وركړې شوه كوم چې د خالق او بنده ترمينځه د تعلق يوه مؤثره ذريعه ده او كوم چې د انسان كردار جوړوي۔ ده په دې موقع قوم ته اپېل وكړو چې هغوي دې د معراچ د شپې پېغام د خپل ژوند برخه جوړه كړي دغسې چې هغوي برداشت ٬ د قانون سرلوړۍ ٬ سماجي انصاف او انسانيت لپاره خواخوږۍ ته وده وركړې شي۔ ده ووئيل مونږ كښې به هر يو له د يو داسې رياست په جوړولو كښې خپل كردار ترسره كول وي چرته چې امن ٬ صبر او اخلاقي اقدار زمونږ قومي شناخت وي۔ صدر مملكت دعا وكړه چې پروردګار دے پاكستان د امن ٬ سلامتيا ٬ قومي همغږۍ او تلپاتي پرمختګ مركز جوړ كړي او مونږ ته دې د يو مضبوط ٬ باوقار او فلاحي رياست په توګه مخكښې د تللو توفيق راكړي











