اسلام آباد 16 جنوري (اے پي پي) د قامي پيغام امن کمېټۍ کنوينر مولانا طاهر اشرفي وئيلي دي چې د پيغام امن کمېټۍ سره به پاكستان كښې د امن هلو ځلو ته استحكام ترلاسه شي٬ د علماء او مفكرينو كردار ډېر د اهميت وړ دے٬ علما نظرياتي محاذ مستحكم كوي۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ د كمېټۍ نورو غړو سره د ملاقات په مهال كړې۔ ده ووئيل چې …
پيغام امن کميټۍ سره به پاكستان كښې د امن هلو ځلو ته استحكام ترلاسه شي٬ د علماء او مفكرينو كردار د اهميت وړ دے٬ علما نظرياتي محاذ مستحكموي۔ د قامي پيغام امن كميټۍ كنونيئر مولانا طاهر اشرفي
اسلام آباد 16 جنوري (اے پي پي) د قامي پيغام امن کمېټۍ کنوينر مولانا طاهر اشرفي وئيلي دي چې د پيغام امن کمېټۍ سره به پاكستان كښې د امن هلو ځلو ته استحكام ترلاسه شي٬ د علماء او مفكرينو كردار ډېر د اهميت وړ دے٬ علما نظرياتي محاذ مستحكم كوي۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ د كمېټۍ نورو غړو سره د ملاقات په مهال كړې۔ ده ووئيل چې د كوم باور څرګندونه چې وزيراعظم كړې ده د ھغې له مخې به كار كوٶ۔ ده ووئيل چې پېښور كښې ګورنر سره د تفصيلي ملاقات نه وروسته دا پرېكړه وشوه چې په صوبه كښې به د علماﺀ كرام و مشائخ كنفرنس رابللې شي چې پكښې به مشاورت سره پرېكړې كولې شي د دوي ټول تحفظات به لرې كولې شي٬ د صوبې د ټولو سيمو به دوره كوٶ٬ د پاك پوځ ځوانانو او د سلامتيا ادارو سره به وخت تېروٶ او د بيانيې په جنګ كښې به د وړومبي صف كردار لوبوٶ۔ ده ووئيل پيغام امن کميټۍ سره به پاكستان كښې د امن هلو ځلو ته استحكام ترلاسه شي٬ د علماء او مفكرينو كردار ډېر د اهميت وړ دے٬ علما نظرياتي محاذ مستحكم كوي، په كال 2018 كښې د مسلم ليګ( ن) حكومت پېغام پاكستان اجراء كړې ٶ كوم چې مونږ مخ په وړاندې بيايو٬ مونږ هيله لرو چې امن لپاره هڅې به كاميابېږي











