د وزيراعظم شهباز شريف غربت، بې روزګارۍ، پورونو نه د نجات او د ترهګرۍ لعنت ختمولو لپاره د عزم پخلې٬ ترهګري به پاكستانو پولو څخه بهر بحرهند ته لاهو كوٶ: وزيراعظم

اسلام آباد 16 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف هېواد څخه دغربت، بې روزګارۍ، د قرضونو نه د نجات او د ترهګرۍ لعنت خاتمې لپاره د عزم پخلې كولو سره وئيلي دي چې د ملي وحدت او يووالي چې څومره ضرورت نن دے وړاندې نه ٶ٬ په هېواد كښې د ترهګرۍ لعنت بيا سر پورته كړے دے٬ ټي ټي پي او ټي ټي اے خوراج يو بل سره …

اسلام آباد 16 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف هېواد څخه دغربت، بې روزګارۍ، د قرضونو نه د نجات او د ترهګرۍ لعنت خاتمې لپاره د عزم پخلې كولو سره وئيلي دي چې د ملي وحدت او يووالي چې څومره ضرورت نن دے وړاندې نه ٶ٬ په هېواد كښې د ترهګرۍ لعنت بيا سر پورته كړے دے٬ ټي ټي پي او ټي ټي اے خوراج يو بل سره تړون لري٬ زمونږ د دښمانانو د لارې دوي ته وسائل رسي، ترهګري به د پاكستانو پولو څخه بهر په بحر هند لاهو كوٶ ٬ د ټولو مذهبونو پېروكارو له خپلې طريقې سره عبادت او تهوار لمانځلو پورا حق دے، لوي څښتن چې كوم وسائل پاكستان ته وركړي دي شايد چې كوم بل هېواد سره وي، كه وسائل استعمال كړو نو زمونږ ټولې مسئلې به ختمې شي٬ په معركه حق كښې چې پاك پوځ دښمن ته كوم ماتې وركړې ھغه به تر پاتې دنيا نه هېروي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د قامي پيغام امن کميټۍ غړو سره په خبرو كښې كړې۔ په دې موقع د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطا الله تارړ، داخله وزير مملکت طلال چوهدري او نور چارواكي هم موجود وو۔ وزيراعظم ووئيل د قامي پېغام امن کميټۍ د غړو د زړه د خلاصه هركلے كوم٬ دا ډېر خوشبينه خبره ده چې قامي پيغام امن کميټي يو ساسې رول لوبوي كوم ته چې دا مهال زياته اړتيا ده ٬ د پاکستان باني قائداعظم محمد علي جناح د عظيم تحريك په نتيجه كښې د لكهونو مسلمانانو د قربانيو نه پس دې هېواد وجود موندلې٬ په تحريک پاکستان كښې د ژوند د هرې څانګې تعلق لرونكو د كروړونو مسلمانانو او اقليتي ورورولۍ خپل بشپړه كردار لوبولې ، سېسل چوهدري، د سپريم کورټ پخواني جج رانا بھګوان داس او د اقليتي ورورولۍ نورو غړو د پاكستان پرمختګ او خوشحالۍ كښې زيات خدمات كړي ۔ ده ووئيل د پاکستان جوړولو مقصد يوه داسې منطقه ترلاسه كول ٶ چرته چې هر خواه د اسلام چرچه وي٬ پاكښې بنانے کا مقصد ايسا خطے کا حصول تھا جهاں اسلام کا بول بالا هو،پاکستان كښې د ټولو مذهبونو پېروكارو له خپلې طريقې سره عبادت او تهوار لمانځلو پورا حق دے، هر پاکستاني ته د خپل محنت او قابليت د لارې خپل مقام جوړولو حق دے ۔ وزيراعظم ووئيل نن پاكستان د پرمختګ او خوشحالۍ په لور روان دے په قيام پاکستان كښې علماء کرامو هم ډېر اهم كردار لوبولې و٬ الله تعالي پاکستان ته ھغه ټول وسائل وركړي كوم شايد چې بل هېواد سره وي، الله تعالي مونږ ته د كهربونو ډالرو قدرتي وسائل راكړې دي كه ھغه مونږ استعمال کړو نو زمونږ ټولې مسئلې به هوارې شي٬ پاکستان به په صحيح معنو كښې رفاحي مملکت جوړوٶ٬ د قرضو نه به ئې خلاصوٶ٬ د غربت او بې روزګارۍ به خاتمه كوٶ٬ دا كار ګران دے خو ناممكن نه دے، دې لپاره به ھغه طريقې او اسلوب اختياروٶ كومو لپاره چې پاکستان وجود موندلې ٶ۔ وزيراعظم ووېيل چې په ِمئي كال 2025 كښې په معرکه حق كښې پاك پوځ هند ته ماتې وركولو سره داسې سبق ښودلې چې تر پاتې دنيا به ئې نه هېروي، د فتح د الله تعالي نصرت او کمال مهربانۍ او د پاك پوځ د جرأت، اعلي ترين تربيت ، بهترين ټيکنالوجي او د 24 کروړ اولس د دعاګانو نتيجه ده، فيلډ مارشل سيد عاصم منير په مشرۍ كښې معرکه حق كښې الله تعاليٰ مونږ ته بريا راكړې په دې چې مونږ د الله پاك څومره هم شكر وباسو كم دے ۔ وزيراعظم ووئيل نن د ټولو نه لوے چېلنجم ترهګري ده٬ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې يو لك پاكستانيان شهيدان شوي دي چې پكښې عام وګړي، مېندے، خوېندے ، ماشامان٬ ډاکټر، انجينئرز، سوداګر او د څلورو واړو صوبو وګړي شامل دي٬ دوي پخپله وېنه هېواد خوړوب كړے٬ پاك پوځ، پوليس، رينجرز او د قانون نافذ كوٶنكو د نورو ادارو په زرګونو افسران او ځوانان شهيدان شوي دي٬ دوي قربانۍ وركولو سره نه يوازې د ترهګرۍ خاتمه كړې بلكې نور هېوادونه ئې هم ساتلي، نن د ترهګرۍ لعنت بيا سر پورته كړے دے ٬ د خوراجو٬ ټي ټي پي او ټي ټي آئي تړون دے، د دښمنانانو د لارې دوي ته هر ډول وسائل رسي، څنګه چې په كال 2018 كښې د ترهګرۍ بشپړه خاتمه شوې وه زه پوخ باور لرم چې دا ځل به هم د ترهګرۍ د لعنت دغسې خاتمه كوٶ٬ري به د پاكستانو پولو څخه بهر په بحر هند لاهو كوٶ۔ وزيراعظم ووئيل په قامي پيغام امن کميټۍ كښې د ټولو مکاتب فکر علماء کرام شامل دي، الله تعالي دې دې كمېټۍ ته كاميابۍ وركړي٬ د اسلام اعليٰ او ارفع پيغام صوبو ته ورسوئ، تدبر، فهم و فراست، بردبارۍ او حوصلے سره معاملے مخ په وړاندې بوتلل دي٬ معاملے په ګډه حل كولو ته اړتيا ده۔ په دې موقع د قامي پيغام امن کميټي کنوينر مولانا طاهر اشرفي٬ د جامعة الرشيد مهتمم مولانا مفتي عبدالرحيم٬ مولانا زبير فهيم٬ مولانا محمد عادل عطاري٬٬ علامه محمد آصف اکبر٬ د مسيحي ورورولۍ نمائندګي وكول سره بشپ آزاد مارشل او د مذهبي تعليماتو ډائريکټر جنرل ډاکټر غلام قمر هم وېنا وكړه

مزید خبریں