وزيراعظم شهباز شريف دغربت، بې روزګارۍ، د پورونو نه خلاصي او د ترهګرۍ لعنت خاتمې لپاره د عزم پخلے ٬ ترهګري به د پاكستانو پولو څخه بهر په بحر هند لاهو كوٶ۔ وزيراعظم

اسلام آباد 16 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف هېواد څخه د غربت، بې روزګارۍ، د پورونو نه د خلاصي او د ترهګرۍ لعنت خاتمې لپاره د عزم پخلې كولو سره وئيلي دي د ملي وحدت او يووالي چې څومره ضرورت نن دے وړاندې كله نه ٶ٬ په هېواد كښې د ترهګرۍ لعنت بيا سر پورته كړے دے٬ ټي ټي پي او ټي ټي اے خوراج يو بل …

اسلام آباد 16 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف هېواد څخه د غربت، بې روزګارۍ، د پورونو نه د خلاصي او د ترهګرۍ لعنت خاتمې لپاره د عزم پخلې كولو سره وئيلي دي د ملي وحدت او يووالي چې څومره ضرورت نن دے وړاندې كله نه ٶ٬ په هېواد كښې د ترهګرۍ لعنت بيا سر پورته كړے دے٬ ټي ټي پي او ټي ټي اے خوراج يو بل سره تعلق لري٬ زمونږ د دښمانانو د لارې دوي ته وسائل رسي، ترهګري به د پاكستانو پولو څخه بهر په بحر هند لاهو كوٶ ٬ د ټولو مذهبونو پېروكار د خپلې طريقې سره د عبادت كولو او د تهوار لمانځلو پورا حق لري ، لوي څښتن چې كوم وسائل پاكستان ته وركړي شايد چې كوم بل هېواد سره وي، كه وسائل استعمال كړو نو زمونږ ټولې مسئلې به ختمې شي٬ په معركه حق كښې چې پاك پوځ دښمن ته كومه ماتې وركړې ھغه چې دنيا تر څو وي نه به هېرېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د قامي پيغام امن کميټۍ غړو سره په خبرو كښې كړې۔ په دې موقع د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطا الله تارړ، داخله وزير مملکت طلال چوهدري او نور چارواكي هم موجود وو۔ وزيراعظم ووئيل د قامي پېغام امن کميټۍ د غړو د زړه د اخلاصه هركلے كوم٬ دا ډېر خوشبينه خبره ده چې قامي پيغام امن کميټي يو ساسې رول لوبوي كوم ته چې دا مهال زياته اړتيا ده ٬ د پاکستان باني قائداعظم محمد علي جناح د عظيم تحريك په نتيجه كښې د لكهونو مسلمانانو د قربانيو نه پس دې هېواد وجود موندلے٬ په تحريک پاکستان كښې د ژوند د هرې څانګې تعلق لرونكو د كروړونو مسلمانانو او اقليتي ورورولۍ خپل بشپړ كردار لوبولے، ده ووئېل سېېل چوهدري، د سپريم کورټ پخواني جج رانا بھګوان داس او د اقليتي ورورولۍ نورو غړو د پاكستان پرمختګ او خوشحالۍ كښې زيات خدمات تر سره كړي ۔ ده ووئيل د پاکستان جوړولو مقصد يوه داسې منطقه ترلاسه كول ٶ چرته چې هر خواه د اسلام چرچه وي٬ ،پاکستان كښې د ټولو مذهبونو پېروكارو ته د خپلې طريقې سره د عبادت او تهوار لمانځلو پورا حق تر لاسه دے، دغسې هر پاکستاني ته د خپل محنت او قابليت د لارې خپل مقام د جوړولو حق تر لاسه دے ۔ وزيراعظم ووئيل نن پاكستان د پرمختګ او خوشحالۍ په لور روان دے ٬ په قيام پاکستان كښې علماء کرامو هم ډېر مهم كردار لوبولے ؤ ٬ لوي څښتن پاکستان ته ھغه ټول وسائل وركړي كوم شايد چې بل هېواد سره وي، لوي څښتن مونږ ته د كهربونو ډالرو قدرتي وسائل راكړي كه ھغه مونږ استعمال کړو نو زمونږ ټولې مسئلې به حل شي٬ ده ووئېل پاکستان به په سمو معنو رفاحي مملکت جوړوٶ٬ د پورونو نه به يې خلاصوٶ٬ د غربت او بې روزګارۍ به خاتمه كوٶ٬ دا كار ګران دے خو ناممكن نه دے، دې لپاره به ھغه طريقې او اسلوب اختياروٶ كومو لپاره چې پاکستان وجود موندلے ٶ۔ وزيراعظم ووئيل په ِمئي كال 2025 كښې په معرکه حق كښې پاك پوځ هند ته د ماتې وركولو سره داسې سبق وښودلو چې تر څو دنيا وي ياد به ساتي ، دا برے د لوي څښتن نصرت او د کمال مهرباني او د پاك پوځ د جرأت، اعلي ترين تربيت ، بهترين ټيکنالوجي او د 24 کروړه اولس د دعاګانو نتيجه ده، ده ووئېل د فيلډ مارشل سيد عاصم منير په مشرۍ كښې معرکه حق كښې خپل خدائے مونږ ته بريا راكړه ٬ په دې چې مونږ د هغه څومره هم شكر اوباسو لږ دے ۔ وزيراعظم ووئيل نن د ټولو نه لويې چېلنجم ترهګري ده٬ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې يو لك پاكستانيان شهيدان شوي چې پكښې عام وګړي، مېندې، خوېندے ، ماشامان٬ ډاکټر، انجينئرز، سوداګر او د څلورو واړو صوبو وګړي شامل دي٬ هغوي پخپله وېنه هېواد خوړوب كړے٬ پاك پوځ، پوليس، رينجرز او د قانون نافذ كوٶنكو د نورو ادارو په زرګونو افسران او ځوانان شهيدان شوي دي٬ د هغوي قربانۍ سره نه يوازې د ترهګرۍ خاتمه كشوې بلكې نور هېوادونه يې هم محفوظ شول ، وزيراعظم ووئېل نن د ترهګرۍ لعنت بيا سر پورته كړے دے ٬ د خوراجو٬ ټي ټي پي او ټي ټي آئي تړون روان دے، د دښمنانانو د لارې هغوي ته هر ډول وسائل رسي، څنګه چې په كال 2018 كښې د ترهګرۍ بشپړه خاتمه شوې وه ٬ زه پوخ باور لرم چې دا ځل به هم د ترهګرۍ د لعنت دغسې خاتمه كوٶ٬تر هه ګري به د پاكستانو پولو څخه بهر په بحر هند لاهو كوٶ۔ وزيراعظم ووئيل په قامي پيغام امن کميټۍ كښې د ټولو مکاتب فکر علماء کرام شامل دي، الله تعالي دې دې كمېټۍ ته كاميابۍ وركړي٬ ده كمېټۍ ته ووئېل د اسلام اعليٰ او ارفع پيغام صوبو ته ورسوئ، تدبر، فهم و فراست، بردبارۍ او حوصلې سره معاملې مخ په وړاندې بوتلل دي٬ د چارو په ګډه حل كولو ته اړتيا ده۔ په دې موقع د قامي پيغام امن کميټي کنوينر مولانا طاهر اشرفي٬ د جامعة الرشيد مهتمم مولانا مفتي عبدالرحيم٬ مولانا زبير فهيم٬ مولانا محمد عادل عطاري٬٬ علامه محمد آصف اکبر٬ د مسيحي ورورولۍ نمائندګي كونكے بشپ آزاد مارشل او د مذهبي تعليمات ډائريکټر جنرل ډاکټر غلام قمر هم وېنا وكړه

مزید خبریں