لندن۔16جنوري (اے پي پي)د انګلینډ د نارينه لوبغاړو قامي کرکټ ډله به روانه مياشت د سري لنکا دورہ کوي ۔ د انګلینډ اینډ ویلز کرکټ بورډ (اي سي بي) اعلامیه تر مخه د انګلینډ کرکټ ډله به د خپلې سری لنکا دورې په مهال د كوربه ډلې خلاف يو ورځنو درېو مېچونو او درې د ټي ټونټي نړيوالو میچونو سیریز كوي ۔ د انګلینډ او سري لنکا ډلو تر مينځه …
د انګلینډ لوبډله به روانه مياشت د سری لنکا خلاف د 3 ون ډے او 3 ټي ټونټي میچونو سیریز كوي

مزید خبریں
لندن۔16جنوري (اے پي پي)د انګلینډ د نارينه لوبغاړو قامي کرکټ ډله به روانه مياشت د سري لنکا دورہ کوي ۔ د انګلینډ اینډ ویلز کرکټ بورډ (اي سي بي) اعلامیه تر مخه د انګلینډ کرکټ ډله به د خپلې سری لنکا دورې په مهال د كوربه ډلې خلاف يو ورځنو درېو مېچونو او درې د ټي ټونټي نړيوالو میچونو سیریز كوي ۔ د انګلینډ او سري لنکا ډلو تر مينځه د دريو ون ډے میچونو د سیریز پېل به په 22جنورۍ كېږي ۔دا میچ به آرپریما داسا سټیډیم،کولمبو كښې كېږي ،دويم ون ډے میچ به په 24 جنورۍ آرپریما داسا سټیډیم،کولمبو او دريم میچ به په 27 جنورۍ هم دغلته كېږي د كوم نه پس به چې ډلې پالے کیلی ته ځي چرته به جې د دريو ټي ټونټي میچونو سیریز په 30 مه جنورۍ پالے کیلي انټرنیشنل کرکټ سټیډیم كښې پېل كېږي ،دويم میچ به په وړومبۍ فروري او دريم او وروستے ټي ټونټي میچ به په 3 فروي هم په پالے کیلي انټرنیشنل کرکټ سټیډیم ، پالے کیلي كښې كېږي ۔










