اسلام آباد۔16جنوری (اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری د سعودي شهزادګۍ هند بنت سعود بن عبد العزيز آل سعود په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ له مخې صدر مملكت د شهزادګۍ هند بنت سعودي بن عبد العزيز آل سعود په مړينه خادم حرمېن شريفېن شاه سلمان بن عبد العزيز آل سعود ٬ سعودي شاهي كورنۍ …
د صدر آصف علي زرداري د شهزادګۍ هند بنت سعود بن عبد العزيز آل سعود په مړينه غمرازي
اسلام آباد۔16جنوری (اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری د سعودي شهزادګۍ هند بنت سعود بن عبد العزيز آل سعود په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ له مخې صدر مملكت د شهزادګۍ هند بنت سعودي بن عبد العزيز آل سعود په مړينه خادم حرمېن شريفېن شاه سلمان بن عبد العزيز آل سعود ٬ سعودي شاهي كورنۍ او سعودي اولس سره د زړه له كومي غمرازي كړې ده۔ صدر آصف علي زرداري ووئيل چې د شهزادګۍ هند بنت سعودي بن العزيز په حق رسېدل سعودي عربستان او شاهي كورنۍ سره عقيدت لرونكو لپاره د خفګان سبب ګرځېدلے دے۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ارواښادې له د خپل رحم په پلو كښې ځاې او غمجنې كورنۍ له د صبر او زغم توفيق وركړي۔ صدر مملكت ووئيل د پاكستان اولس سعودي مشرتابه او اولس سره په غم كښې يو برابر شريك دے۔











