د خزانې وفاقي وزير اورنګزيب سره د نړيوال بنك پلاوي ملاقات ٬ د منصوبو سي پي ايف او اصلاحات تګلارې سره سمولو لپاره د تكنيكي كچې رابطو په روانو ساتلو اتفاق

اسلام آباد۔15جنوری(اے پی پی) پاکستان او نړيوال بنك د منصوبو سي پي ايف او اصلاحات تګلارې سره سمولو له د تكنيكي كچې رابطو په روانو ساتلو اتفاق كړے دے۔ دا خبره د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب او په پاكستان كښې د نړيوال بنك كنټري ډائرېكټر بولورما امګابازر په مشرۍ كښې د نړيوال بېنك پلاوي ترمينځه ملاقات كښې وشوه۔ د ملاقات مقصد پاكستان سره د نړيوال بنك کنټری پارټنرشپ فرېم …

اسلام آباد۔15جنوری(اے پی پی) پاکستان او نړيوال بنك د منصوبو سي پي ايف او اصلاحات تګلارې سره سمولو له د تكنيكي كچې رابطو په روانو ساتلو اتفاق كړے دے۔ دا خبره د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب او په پاكستان كښې د نړيوال بنك كنټري ډائرېكټر بولورما امګابازر په مشرۍ كښې د نړيوال بېنك پلاوي ترمينځه ملاقات كښې وشوه۔ د ملاقات مقصد پاكستان سره د نړيوال بنك کنټری پارټنرشپ فرېم ورک لاندې د همكارۍ جاج اغستل او په ترجيحي څانګو د خيالاتو څرګندونه كول وو۔ د ملاقات په مهال د نړيوال بنك پلاوې د خزانې وزير د كنټري پارټنرشپ فرېم ورك لاندې د روان آپرېشنز او منصوبو كښې په شوي پېشرفت څخه خبر كړو او په دې خبره يۍ زور راوړو چې استحكام په تلپاتي معاشي پرمختګ ٬ زياته سرمايه كارۍ او د روزګار موقعو په پېدا كولو بدلول ضروري دي۔ د خزانې وزير ووئيل ډھانچه جاتي اصلاات وړاندې څخه جاري دي په كومو كښې چې د ټېرف معقول تنظیم نو، د سرکاری ادارو په نظم ونسق كښې بهتري او شفافيت ته د ودې وركولو اقدامات شامل دي۔ دواړو اړخونو د مجوزه مداخلتونو دائره كار په محدود او مؤثر كولو ٬ په ترجيحات كښې د لا بهترۍ په رامخې ته كولو او د نړيوال بنك په مرسته د سباؤن پروګرامونه د كنټري پارټنرشپ فرېم ورك او د اقتصادي اصلاحات ايجنډې سره هم آهنګ كولو له د تكنيكي كچې رابطې په جاري ساتلو اتفاق وكړو

مزید خبریں