اسلام آباد 15 جنوري (اے پي پي) د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق په مشرۍ كښې د ايکنك غونډه كښې د 117 اربه روپو نه د زياتو مهمو پرمختيائي منصوبو منظوري وركړې شوه ۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې په منصوبو كښې د صحت سهولت پروګرام كښې تر 30 جولائي 2026 پراختيا٬ د توان ، بنيادي ډھانچې او د …
د اسحاق ډار په مشرۍ كښې د اېکنك غونډه، د 117 اربه روپو نه د زياتو مهمو پرمختيائي منصوبو منظوري
اسلام آباد 15 جنوري (اے پي پي) د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق په مشرۍ كښې د ايکنك غونډه كښې د 117 اربه روپو نه د زياتو مهمو پرمختيائي منصوبو منظوري وركړې شوه ۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې په منصوبو كښې د صحت سهولت پروګرام كښې تر 30 جولائي 2026 پراختيا٬ د توان ، بنيادي ډھانچې او د ټرانسپورټ په څانګو كښې د اقدامات پشمول سماجي او اقتصادي پرمختګ ته وده وركول او د اولسي خدمات رسنه بهتر كول دي۔ نائب وزيراعظم و خارجه وزير اړوندو وزارتونو ته امر وكړو چې د دې منصوبو موثره منصوبه بندي، په وخت عملدرآمد او پائيداري باوري كړئ۔ په غونده كښې د خزانې وزير، د وزيراعظم خاص مرستيال، د سندھ د منصوبه بندۍ وزير٬ د پرمختګ٬ اوبه خور٬ كابينې٬ صحت٬ مواصلات او منصوبه بندۍ سيکريټريز پشمول د اړوندو وزارتونو لوړ پورو ګډون وكړو











