اسلام آباد۔15جنوری (اے پي پي ) نائب وزیراعظم و خارجه وزیر سینیټر محمد اسحاق ډار د زيارت په ورځ اسلام آباد كښې د کمیونسټ پارټي آف چائنا د نړيوالې څانګې نائب وزیر سن ہائیان سره ملاقات كړے ۔ د زيارت په ورځ د خارجه وزارت نه جاري بیان تر مخه دواړو ډلو په اړيكو ، په سيمه ايز صورتحال او د شرېكې خوښې په نورو چارو خبرې وشوې ۔ نائب …
نائب وزیراعظم محمد اسحاق ډار د چين کمیونسټ پارټي د ڼريوالې څانګې نائب وزیر سن هائیان سره ملاقات
اسلام آباد۔15جنوری (اے پي پي ) نائب وزیراعظم و خارجه وزیر سینیټر محمد اسحاق ډار د زيارت په ورځ اسلام آباد كښې د کمیونسټ پارټي آف چائنا د نړيوالې څانګې نائب وزیر سن ہائیان سره ملاقات كړے ۔ د زيارت په ورځ د خارجه وزارت نه جاري بیان تر مخه دواړو ډلو په اړيكو ، په سيمه ايز صورتحال او د شرېكې خوښې په نورو چارو خبرې وشوې ۔ نائب وزیراعظم و خارجه وزیر محمد اسحاق ډار د پاکستان او چین تر مينځه د دوستۍ مضبوطې رشتې لا قوي كولو په اړه د کمیونسټ پارټي آف چائنا کردار وستائېلو۔ نائب وزیراعظم و خارجه وزیر محمد اسحاق ډار او د چین خارجه وزیر وانګ یي د اړخه روانه مياشت چین كښې د پاکستان-چین سفارتي اړيكو د 75 مې سالګرې د دستورو پېل كېدو هر كلي سره دواړو خوا د دې تاریخي سنګ میل ټول كال یادګاري او معنی لرونكو دستورو د نمانځلو عزم څرګند كړو ۔ ډلو د اعلیٰ كچه تبادلو رفتار برقرار ساتلو ، په اجماعتي كچه مرستې لا مضبوطولو او د دوه اړخيزه اړيكو ودې ته اتفاق وكړو ۔ ملاقات كښې د كلتوري ودې او په اولسي كچه روابط ته پراختيا وركولو په اهمیت هم زور راوړلے شو چې پكښې تعلیمي روابط، د ځوانانو تبادلې او كلتوري هلې ځلې شاملې دي











