راول جھيل ته د اوبو د راننوتلو او وتلو په ځايونو كښې دې د اوبو معيار ته وكتلے شي، وفاقی وزیر ډاکټر مصدق ملک

اسلام آباد۔15جنوری(اے پی پی) د موسمياتي بدلون او ماحولياتي هم آهنګۍ وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك ماحولياتي تحفظ ايجنسۍ (ای پی اے) او واسا ته هدايت كړے دے چې راول جھيل ته د اوبو د راننوتلو او وتلو په ځايونو كښې دې د اوبو د معيار ټېسټ وكړے شي دغسې چې د آلودګۍ د سرچينو ٬ ځايونو او په دې كښې د شدت درست تعين وكړے شي۔ ددې خيالاتو څرګندونه …

اسلام آباد۔15جنوری(اے پی پی) د موسمياتي بدلون او ماحولياتي هم آهنګۍ وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك ماحولياتي تحفظ ايجنسۍ (ای پی اے) او واسا ته هدايت كړے دے چې راول جھيل ته د اوبو د راننوتلو او وتلو په ځايونو كښې دې د اوبو د معيار ټېسټ وكړے شي دغسې چې د آلودګۍ د سرچينو ٬ ځايونو او په دې كښې د شدت درست تعين وكړے شي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د راول جھيل د اوبو د معيار جاج اغستلو له رابللې شوې د يوې لوړې كچې غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔ په غونډه كښې د موسمياتي بدلون او ماحولياتي هم آهنګۍ وزارت سېكرټري عائشه موریانی، د آبي وسائلو سېكرټري سید علی مرتضیٰ، د اي پي اے ډي جي ، د واسا اېم ډي او د نورو اړوندو وفاقي او صوبائي وزارت او محكمو مشرانو چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې وفاقي وزير ته په راول جھيل كښې د شاملېدونكو درې لويو آبي نالو کورنګ، لېک ویو او جناح په اړه بريفنګ وركړے شو۔ په بريفنګ كښې ووئيلې شوو چې په دې كښې ځينې نالې د رهاشي سيمو څخه د راوتونكي سېورېج د لاسه آلودګۍ سره مخ شوي دي۔ ددې آلودګۍ ختمولو له به سملی روډ، بری امام او شاهدرہ كښې درې سېورېج ټریټمنټ پلانټس لګولې شي۔ ډاكټر مصدق ملك په دې خبره زور راوړو چې څښلو لپاره پاكو اوبو ته لاس رسي د هر وګړي بنيادي حق دے۔ ده ووئيل وزارت به د پاكو اوبو رسنې او د سېورج نظام معامله كښې اړوندو ادارو سره هره ممكنه مرسته كوي دغسې چې په وخت او فعاله اقدامات باوري كړې شي۔ ده ووئيل مونږ له به له خپله ځانه دا پوښتنه كول وي چې آيا دا هغه اوبه دي كومې چې مونږ خپلو كوچنيانو ته وركول غواړو؟ وفاقي وزير زياته كړه چې د وفاقي او صوبائي ادارو ترمينځه غوره او مؤثر تړون د وخت ضرورت دے دغسې چې د سېورېج ټریټمنټ پلانټس لګولو عمل تند كړے شي او اولس ته زر تر زره د څښلو پاكې اوبه ورسولې شي۔

مزید خبریں