لاهور۔15جنوري (اے پي پي) د پاکستان لوبډله به د آئي سي سي مینز انډر19 ورلډ کپ 2026 كښې د خپل كمپائن په پېل كښې سبا د (جمعې ) په ورځ د انګلینډ خلاف میچ كوي ۔ دا میچ به په هرارے تاکاشنګا سپورټس کلب كښې كېږي ۔ د پاکستان ډله د اوسنو کامیابیو نه پس د زړه پورې باور سره ورلډ کپ كښې برخه اخلي ، چرته چې دې دبئئ …
د آئي سي سي انډر 19 ورلډ کپ ، د پاکستان لوبډله به د جمعې په ورځ د انګلینډ خلاف ميچ كوي

مزید خبریں
لاهور۔15جنوري (اے پي پي) د پاکستان لوبډله به د آئي سي سي مینز انډر19 ورلډ کپ 2026 كښې د خپل كمپائن په پېل كښې سبا د (جمعې ) په ورځ د انګلینډ خلاف میچ كوي ۔ دا میچ به په هرارے تاکاشنګا سپورټس کلب كښې كېږي ۔ د پاکستان ډله د اوسنو کامیابیو نه پس د زړه پورې باور سره ورلډ کپ كښې برخه اخلي ، چرته چې دې دبئئ كښې اے سي سي انډر19 ایشیا کپ كښې هند ته په 191 رنز ماتې وركړې ده ۔د پاکستان انډر19 ډلې د دې نه وړاندې په 2004 او 2006 كښې د آئي سي سي انډر 19 ورلډ کپ ګټلے دے او په دې ایونټ كښې د دريم نړيوال اعزاز تر لاسه کولو خوښي لري ۔ د انډر 19 ورلډ کپ به د 15 جنورۍ نه تر 6 فرورۍ نمیبیا او زمبابوے كښې كېږي۔










