اسلام آباد 15 جنوري (اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف د وفاقي پايه تخت اسلام آباد وګړو ته آسان، سپېځلي او تند خدمات رسولو لپاره د "پاکستان آسان خدمت مرکز" پرانسته كړې ده ۔ د زيارت په ورځ د پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل دې مركز څخه به اولس ته بلها آسانۍ او د بېلو څانګو په اړه خدمات وركولې شي، جديد ټيکنالوجي د ٓآذربائيجان لخوا زمونږ …
وزيراعظم شهباز شريف د اسلام آباد وګړو ته آسان، سپېځلي او تند خدمات رسولو لپاره د “پاکستان آسان خدمت مرکز” پرانسته وكړه
اسلام آباد 15 جنوري (اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف د وفاقي پايه تخت اسلام آباد وګړو ته آسان، سپېځلي او تند خدمات رسولو لپاره د “پاکستان آسان خدمت مرکز” پرانسته كړې ده ۔ د زيارت په ورځ د پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل دې مركز څخه به اولس ته بلها آسانۍ او د بېلو څانګو په اړه خدمات وركولې شي، جديد ټيکنالوجي د ٓآذربائيجان لخوا زمونږ لپاره ډالۍ ده٬ د آذربائيجان د صدر الهام عليوف په غېر معمولي مرسته د ھغوي مننه كوٶ٬ دا ډول مركزونه به په آزاد جمو و کشمير او ګلګت بلتستان كښې هم جوړولې شي۔ په دې موقع وفاقي وزيران شزه فاطمه خواجه، احد خان چيمه، عطا الله تارړ، جام کمال خان، د اسلام آباد چيف کمشنر او د سي ډي اے چيئرمېن محمد علي رندھاوا سره سره د اسلام آباد پوليس آئي جي علي ناصر رضوي او نور چارواكي هم موجود وو۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل د پاکستان آسان خدمت مرکز پرانسته وشوه، ما د آذربائيجان دورې په مهال په باکو كښې د خدمت مرکز دوره كړې وه او د دورې په مهال دا پرېكړه شوهې وه چې دا ډول اداره به په اسلام آباد او نورو ښاريو كښې هم جوړولې شي، په دې لړ كښې د آذربائيجان د صدر الهام عليوف په غېر معمولي مرسته د هغوي مننه كوٶ، جديد ټيکنالوجي د آذربائيجان لخوا زمونږ لپاره ډالۍ ده۔ ده ووئيل پاکستان آسان خدمت مرکز څخه به اولس ته بلها سهولتونه او آسانۍ ترلاسه شي، پاکستان آسان خدمت مرکز لپاره ماسټر ټرينرز د آذر بائيجان څخه تربيه ترلاسه كړې ده ، ماسټر ټرينرز دې د خدمات په كولو كښې د اخلاق او احترام جذبې سره خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي، په آسان خدمت مرکز كښې د نادرا، ايکسائز اينډ ټيکسيشن، سي ډي اے، سوئي ګيس او نورو محكمو په اړه خدمات وركولې شي۔ ده ووئيل آسان خدمت مرکزونه به په آزاد کشمير، ګلګت بلتستان او نورو ښاريو كښې هم پرانستلې شي، د اولس خدمت لپاره هر وخت چمتو اوسېدل ضروري دي۔ د دې نه وړاندې وزيراعظم ته په پاکستان آسان خدمت مرکز كښې د شته سهولتونو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ وزيراعظم د آسان خدمت مرکز د بېلو برخو دوره وكړه او په مركز كښې د وركوٶنكو خدمات يې جاج واخست۔ په دې موقع وزيراعظم د دې خدمات لا ښه كولو لپاره هدايات هم جاري كړل۔











