اسلام آباد 15 جنوري (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري د پاکستاني پاسپورټ په نړيواله درجه بندۍ كښې په ښه والي مباركي وركولو سره وئيلي دي دا د حكومت د سنجيده هلو ځلو نتيجه ده۔ د زيارت په ورځ خپل وېكس پوسټ كښې ده ووئيل الحمد اهلد د پاکستان د پاسپورټ په نړيواله درجه بندۍ كښې بهتري د موجوده حكومت د سنجيده سفارتي هلو …
د وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري د پاکستاني پاسپورټ په نړيواله درجه بندۍ كښې په ښه والي مباركي
اسلام آباد 15 جنوري (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري د پاکستاني پاسپورټ په نړيواله درجه بندۍ كښې په ښه والي مباركي وركولو سره وئيلي دي دا د حكومت د سنجيده هلو ځلو نتيجه ده۔ د زيارت په ورځ خپل وېكس پوسټ كښې ده ووئيل الحمد اهلد د پاکستان د پاسپورټ په نړيواله درجه بندۍ كښې بهتري د موجوده حكومت د سنجيده سفارتي هلو ځلو ثبوت دے۔ ده ووئيل وزيرِاعظم، داخله وزارتِ او ټوله حكومتي ډله د مباركۍ مستحق ده٬ د چا د موثره پاليسو څخه چې د پاكستان عزت زيات شوے او اولس لپاره د سفر نوې موقعې راپېدا شوې٬ دا په درست پلو يو مهم ګام دے۔











