اسلام آباد۔15جنوری(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف پاكستان رېلوېز كښې اداره جاتي او انتظامي كاركردګي لا مؤثره كولو له انقلابي اقدامات ضروري ګرځولو سره هدايت كړے دے چې پاكستان رېلوېز دې بامعني مشاورت څخه وروستو په عملي اقدامات مشتمل روډ مېپ راروانه اونۍ وړاندې كړي۔ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې پاكستان رېلوېز كښی د روانو اصلاحاتو او پرمختګ په اړه د نجي څانګې پوهانو سره مشاورتي غونډه وشوه۔ …
د وزيراعظم په مشرۍ كښې پاكستان ريلويز كښې د روانو اصلاحاتو او پرمختګ په اړه د نجي څانګې پوهانو سره مشاورتي غونډه ٬ پاكستان رېلويز دې بامعني مشاورت څخه وروستو په عملي اقدامات مشتمل روډ ميپ وړاندې كړي: وزيراعظم
اسلام آباد۔15جنوری(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف پاكستان رېلوېز كښې اداره جاتي او انتظامي كاركردګي لا مؤثره كولو له انقلابي اقدامات ضروري ګرځولو سره هدايت كړے دے چې پاكستان رېلوېز دې بامعني مشاورت څخه وروستو په عملي اقدامات مشتمل روډ مېپ راروانه اونۍ وړاندې كړي۔ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې پاكستان رېلوېز كښی د روانو اصلاحاتو او پرمختګ په اړه د نجي څانګې پوهانو سره مشاورتي غونډه وشوه۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د زيارت په ورځ د جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې د رېلوے وفاقي وزير حنیف عباسی، د خزانې وفاقي وزير اورنګزېب، د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ ٬ د موسمياتي بدلون وفاقي وزير مصدق ملک، د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چیمه، د وزيراعظم خصوصي مرستيال هارون اختر، نېشنل کوآرډینېټر اېس آئی اېف سي لېفټېننټ جنرل(ر) سرفراز احمد او او د اړوندو وزارتونو سېكرټريز او چارواكو او د نجي څنګې پوهانو زېد بشیر، پیر سعد احسان الدین او نورو ګډون وكړو۔ وزيراعظم مجموعي معاشي پرمختګ ٬ په سيمه ايز صنعت او تجارت كښې همكاري او اولسي آسانيو او كمرشل استعمال لپاره د رېلوېز د معياري كاركردګۍ اهميت په ډاګه كولو سره د معاشي مسئلو باوجود په غوره كاركردګۍ د رېلوېز ټول وزارت ته شاباشے وركړو۔ وزیراعظم د رېلوے وزارت وسائل كمرشل استعمال لپاره د بشپړه تګلارې زر تر زره مرتب كولو خصوصي هدايت وكړو۔ وزيراعظم ووئيل د معیشت مجموعی پرمختګ ٬ د صنعت او تجارت او نورو څانګو بهترۍ كښې د نجي څانګې پوهانو سره مشاورت د معاشي اصلاحات برخه ده۔ ده ووئيل پاكستان رېلوېز د لږو وسائلو لرلو باوجود د غوره او فعاله كاركردګۍ څرګندونه كوي په كومه چې د رېلوېز وفاقي وزير او د هغه ډله د ستائنې وړ ده۔ ده ووئيل په پاكستان رېلوېز كښې اداره جاتي او انتظامي كاركردګي لا مؤثر كولو له انقلابي اقدامات له لسيزو څخه ضروري وو٬ په پاكستان رېلوېز كښې روان اصلاحات او د دې ادارې لا ګټوره جوړولو سره دا اداره د هېواد صنعت او تجارت وده او د سرمايه كارانو آسانيو لپاره بنيادي كردار ترسره كولې شي۔ ده هدايت وكړو چې پاکستان رېلوېز دې ټولو اړوندو برخو او ادارو سره له بامعني مشاورت څخه وروستو په عملي اقدامات مشتمل روډ مېپ راروانه اونۍ وړاندې كړي۔ وزيراعظم ووئيل حكومت پاکستان رېلوېز لپاره د انقلابي اقدامات لړۍ پېل كړې ده د كومو چې د اطمينان وړ نتيجې رامخې ته كيږي۔ وزیراعظم ووئيل د راروان كال په اېس ډي پي كښې به د رېلوېز پرمختيائي منصوبو له مناسب بجټ وركولې شي۔ ده ووئيل د پاکستان رېلوېز په نړيواله كچه د نړيوال معيار كمرشل مواصلاتي نظام برخه جوړولو له اقدامات د وخت ضرورت دے٬ د پاكستان رېلوے نظام معاشي پرمختګ او د هېواد آمدن زياتولو كښې د قدر وړ كردار ترسره كولې شي۔ په غونډه كښې ګډون كوؤنكو د نجي څانګې پوهانو د رېلوېز كاركردګي لا مؤثره كولو او د دې كمرشل استعمال په تناظر كښې بېل سفارشات وړاندې كرل په كومو چې وزیراعظم د هغوي مننه وكړه۔











