د سينيټ ٬ قامي او صوبائي اسمبليو غړي دې د خپلو اثاثو او واجبات تفصيلات نن جمع كړي: اليكشن كميشن

اسلام آباد۔15جنوری(اے پی پی) د الېكشن كمېشن لخوا د سېنېټ ، قامی اسمبلۍ او صوبائی اسمبليو هغه غړو كومو چې د خپلو اثاثو ګوشوارې تر دې دمه نه دي جمع كړې ٬ ته هدايت شوے دے چې هغوي د خپلو اثاثو او واجبات تفصيلات په مجوزه فارم B د الېکشن اېکټ سېکشن 137 لاندې نن تر 15 جنورۍ 2026 په الېكشن كمېشن كښې جمع كړي۔ د الېكشن كمېشن آف پاكستان …

اسلام آباد۔15جنوری(اے پی پی) د الېكشن كمېشن لخوا د سېنېټ ، قامی اسمبلۍ او صوبائی اسمبليو هغه غړو كومو چې د خپلو اثاثو ګوشوارې تر دې دمه نه دي جمع كړې ٬ ته هدايت شوے دے چې هغوي د خپلو اثاثو او واجبات تفصيلات په مجوزه فارم B د الېکشن اېکټ سېکشن 137 لاندې نن تر 15 جنورۍ 2026 په الېكشن كمېشن كښې جمع كړي۔ د الېكشن كمېشن آف پاكستان لخوا د جاري شوي بيان له مخې د ګواشورې نه جمع كولو په صورت به 16 م جنورۍ 2026 څخه د اړوندو غړو ركنيت معطل كړے شي۔ په دې لړ كښې د ګوشوارو وصولۍ لپاره په الېكشن كېمشن كښې به د پولیټیکل فنانس ونګ (کهسار بلاک) دفترې نن د شپې تر 12 بجو پرانستې وي۔

مزید خبریں