هارون اختر خان سره د ازبك نائب وزير شاه رخ غلاموف ملاقات

اسلام آباد۔15جنوری (اے پی پی) د وزیراعظم صنعت او پېداوار خصوصي مرستيال هارون اختر خان سره د ازبكستان د سرمايه كارۍ ٬ صنعت او تجارت نائب وزير شاه رخ غلاموف د صنعت او پېداوار په وزارت كښې ملاقات وكړو۔ د صنعت او پېداوار وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې په پاک۔ازبک اړيكو ٬ دوه اړخيزه مرستې ته په ودې وركولو او په بېلو څانګو كښې …

اسلام آباد۔15جنوری (اے پی پی) د وزیراعظم صنعت او پېداوار خصوصي مرستيال هارون اختر خان سره د ازبكستان د سرمايه كارۍ ٬ صنعت او تجارت نائب وزير شاه رخ غلاموف د صنعت او پېداوار په وزارت كښې ملاقات وكړو۔ د صنعت او پېداوار وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې په پاک۔ازبک اړيكو ٬ دوه اړخيزه مرستې ته په ودې وركولو او په بېلو څانګو كښې همكارۍ ته په پراختيا وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خاص مرستيال هارون اختر خان ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه سفارتي ٬ معاشي او تجارتي تړون مخ په زياتېدو دے كوم چې د شريك باور او شريكې ګټې عكاسي كوي۔ هارون اختر خان ووئيل د وزيراعظم وژن دے چې د پاكستان او ازبكستان ترمينځه تجارتي حجم تر دوو ارب ډالرو ورسولے شي او دې لپاره د تجارت ٬ سرمايه كارۍ او صنعت په څانګو كښې همكارۍ ته وده وركولې شي۔ دوي د سيمه ايز تړون د لارې تجارت ته په ودې وركولو د دواړو هېوادونو د اتفاق ذكر هم وكړو۔ ازبک نائب وزیر شاہ رُخ غلاموف په دې موقعه ووئيل پاكستان يو ملګرے هېواد دے او ازبكستان دوه اړخيزه ګټه او پرمختګ كښې خوښي لري۔ ده ووئيل مونږ تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ سېلګرۍ او د صنعت په څانګو كښې همكارۍ ته د يو نوي بام وركولو عزم لرؤ۔ ده ووئيل پاك ۔ازبک همكاري به په منطقه كښې د استحكام او څوكالۍ سبب وګرځي۔ په ملاقات كښې ووئيل شول د وزیراعظم په هدايت پاک۔ازبک ګډو منصوبو له اړونده كمېټۍ فعاله كړې شوې او د دواړو هېوادونو ترمينځه د تفاهم په يادښتونو (اېم او یوز) پېش رفت تندۍ سره روان دے۔

مزید خبریں