د وړومبۍ مېرمن بي بي آصفه بھټو زرداري په منامه كښې د بحرین نیشنل میوزیم او د پرل میوزیم دورہ

منامه ۔15جنوري (اے پي پي) وړومبۍ مېرمن بي بي آصفه بھټو زرداري په منامه كښې د بحرین نیشنل میوزیم او د پرل میوزیم دورہ وكړه ۔ د زيارت په ورځ د ایوان صدر نه جاري بیان تر مخه بي بي آصفه بھټو زرداري سره د بحرین د هاؤسنګ اینډ اربن پلاننګ وزيره آمنه بنت احمد الرومیحي هم وه ۔ میوزیم ته په رسېدو د وړومبۍ مېرمن هر كلے د میوزیمډ …

منامه ۔15جنوري (اے پي پي) وړومبۍ مېرمن بي بي آصفه بھټو زرداري په منامه كښې د بحرین نیشنل میوزیم او د پرل میوزیم دورہ وكړه ۔ د زيارت په ورځ د ایوان صدر نه جاري بیان تر مخه بي بي آصفه بھټو زرداري سره د بحرین د هاؤسنګ اینډ اربن پلاننګ وزيره آمنه بنت احمد الرومیحي هم وه ۔ میوزیم ته په رسېدو د وړومبۍ مېرمن هر كلے د میوزیمډ اینډ کلچر ډائریکټر جنرل فرح محمد مطر او د کمیونیکیشنز اینډ پارټنرشپس ډائرېكټر هاني علي بهزاد وكړو ۔ د دورې په مهال بي بي آصفه بھټو زرداري د دواړو عجائب ګھرو دورہ وكړه ، چرته چې د بحرین د زړه پورې كلتوري ورثې، ژورو تاریخي جرړو او د تهذیبي عظمت په مؤثر ډول رامخې ته كړے شوے دے ۔ دې په زړه پورې مېلمستيا او د بحرین د كلتوري او تاریخي خزانو د نزدې نه د كتلو په موقع د زړه نه د قدردانۍ اظهار وكړو ۔ دې د قامي ورثې په تحفظ او د تاریخ د حفاظت په اهمیت زور راوړولو سره دا شناخت، اتحاد او د راتلونكو نسلونو لپاره د تحریک مهمه ذریعه وكړځوله ٬ وړومبۍ مېرمن د كلتوري سفارت کارۍ ، د عجائب ګھرو ترمينځه د شراکت دارۍ، د تعلیمي تبادلو او د زړو آثارِو د تحفظ په څانګو كښې د پاکستان او بحرین د مرستې پراخه امکانات هم رامخې ته كړل ۔ دې ووئېل دواړه هېوادونه د يوې غوره تهذیبي ورثې لرونكې دي ، چې پكښې د پاکستان د وادي سندھ تهذیب او د بحرین د زړو آثارِو وراثت په خاص توګه دلمون تهذیب شامل دے ۔ وړومبۍ مېرمن په دې امر زور راوړو چې د كلتوري ورثې تحفظ كښې نزدې مرسته د دواړو قامونو تر مينځه د اولسي روابط او شرېكه پوهه لا مضبوطولې شي

مزید خبریں