اسلام آباد 14 جنوري (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په پاليسو كښې په تسلسل زور راوړلو سره ټولو اړوند ډلو ته وئيلي دي چې ھغوي معاشي استحکام ترلاسه كولو او په نړيواله ورورولۍ كښې د پاكستان ځانګړې مقام جوړولو لپاره نور محنت وكړي۔ نائب وزيراعظم دا خبرې د شور وپه ورځ "پاکستان پاليسي ډائيلاګ " ته د خاص مېلمه په توګه خپلې وېنا …
د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې اصلاحات واضحه او د مقصد سره نافذ كېږي۔ د نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار د “پاکستان پاليسي ډائيلاګ” ته د خاص مېلمه په حېث وېنا
اسلام آباد 14 جنوري (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په پاليسو كښې په تسلسل زور راوړلو سره ټولو اړوند ډلو ته وئيلي دي چې ھغوي معاشي استحکام ترلاسه كولو او په نړيواله ورورولۍ كښې د پاكستان ځانګړې مقام جوړولو لپاره نور محنت وكړي۔ نائب وزيراعظم دا خبرې د شور وپه ورځ “پاکستان پاليسي ډائيلاګ ” ته د خاص مېلمه په توګه خپلې وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې اصلاحات په واضحه لور او مقصد سره نافذ كېږي او د اوږدې مودې ناكامۍ په منظم ډول لرې كېږي چې پكښې د لويو سركاري ادارو نجكاري هم شامله ده۔ ده د نجكارۍ عمل په اړه ووئيل د كاروباري ورورولۍ په ټولو حلقه جات كښې په دې خبره سلا راغلې چې دا په وړومبو ترجيحات كښې شاملول پكار دي۔ ده ووئيل د پي آئي اے نجكاري په كاميابۍ سره بشپړه شوې٬ دې سره به نه يوازې قامي اېئر لائنز په جديد خطوطو سم كړے شي بلكې په قامي خزانه بار به هم كم شي۔ ده ووئيل په دې اقدام كښې د هېواد او غېر ملكي سرمايه كارو بشپړه خوښي لرلې چې ورسره د پاكستان د نجكارۍ په پروګرام باور زيات شوے او د معاشي اصلاحات عمل ته لا وده ترلاسه شوې۔ ده د كال 2017 حواله وركولو سره ووئيل ھغه مهال پاكستان يو مستحكم معيشت ٶ٬ د سود شرح 5.25 فيصد په تاريخي كمه كچه ٶه٬ اېكسپورټ فنانس ريټ 3.25 فيصد ٶ او معاشي شرحِ نمو 6.3 فيصد ته نزدې وه٬ ده ووئيل دا د دې خبرې ثبوت دے پاكستان د ترقۍ بشپړه صلاحيت لري او كاروباري ورورولي د دې پرمختګ مشري كولې شي۔ نائب وزيراعظم ووئيل پاكستان بلها صلاحيت لري٬ بس په سمه لاره روانولو ته اړتيا ده، پاكستان اتومي طاقت دے٬ لوي څښتن مونږ ته ميزائل طاقت هم راكړے اوس يوازې د بشپړه معاشي خودمختارۍ كمے دے٬ ده ووئيل دا زمونږ يقين او ايمان دے چې پاكستان دا هر څه ترلاسه كولې شي۔ ده ووئيل د پاکستان او چين سدا بهار ستراتيژك شراكتداري لا مضبوطېږي كومه چې به د دواړو هېوادونو اولس لپاره د اوږدې مودې د معاشي ګټې سبب وګرځي٬ امريکې سره مرسته تر ټيکنالوجي، توان، سرمايه کارۍ او تر مارکيټ رسنې څانګو خپره شوې ده چې مقصد يې د پاکستان برآمدي مسابقت كښې اضافه او تجارت او د ترقۍ نوې موقعې پېدا كول دي۔ ده ووئيل په اروپا كښې كاروباري ورورولۍ سره روابط مضبوطٶلو او خليجي هېوادونو، ترکيه او په مېنځني ختيز كښې د توان، خوراک، سکيورټي، لاجسټکس، خدمات او د ټيکنالوجۍ په څانګو كښې لويه سرمايه كاري او ستراتېژك شراکت دارۍ په تندۍ سره زياتېږي۔ ده ووئيل دا معاشي اړيكې د پاكستان د اېف ډي آئي حکمتِ عملۍ مرکزي برخه دي۔ نائب وزيراعظم ووېيل د پاکستان ترقي ګرين، ډيجيټل او په انساني وسائل اډانه پكار ده٬ موسمياتي لحاظ سره محفوظ زراعت، د تجديد وړ توان، پائيدار شهري پرمختګ او ګرين صنعتي مراعات د دې اېجنډې مركزي برخې دي او پاکستان معاشي ريزيلينس لپاره ضروري دي











