اسلام آباد 14 جنوري (اے پي پي) وفاقي کابينې د کرنسۍ نوټونو په نوي ډيزائن غور لپاره كابينه كمېټي جوړه كړې ده ۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه وشوه ٬ په دې موقع د خزانې وزارت لخوا سټيټ بينك څخه د جاري كېدونكو نوټونو په نوي ډيزائن غونډې …
وفاقي کابينې د کرنسۍ نوټونو په نوي ډيزائن غور لپاره كابينه كمېټي جوړه كړه٬ پرائيويټ حج پاليسي 2027-2030 په مسوده نور غور و فكر لپاره حج پاليسي کميټۍ ته د لېږلو امر
اسلام آباد 14 جنوري (اے پي پي) وفاقي کابينې د کرنسۍ نوټونو په نوي ډيزائن غور لپاره كابينه كمېټي جوړه كړې ده ۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه وشوه ٬ په دې موقع د خزانې وزارت لخوا سټيټ بينك څخه د جاري كېدونكو نوټونو په نوي ډيزائن غونډې ته بريفنګ وركړے شو۔ غونډې ته ووئيل شول د كرنسۍ نوې نوټونه د جديد عصري تقاضو په حواله ډيزائن كړې شوي او په دې لړ كښې د نړيوالو پوهانو خدمات هم ترلاسه كړې شوې دي۔ وفاقي کابينې د کرنسۍ د نوټونو په نوي ډيزائن غور لپاره كابينه كمېټي جوړه كړه۔ وفاقي كابينې د مذهبي چارو وزارت لخوا وړاندې كړې پرائيويټ حج پاليسي 2027-2030 په مسوده د کابينې د غړو د رائے په رڼا كښې غور و فكر لپاره حج پاليسي کميټۍ ته د لېږلو امر وكړو٬ دغسې وفاقي كابينې توان لپاره د كابينه كمېټۍ د 24 دسمبر كال 2025 په غونډه كښې د شوو پرېكړو توثيق وكړو۔ وفاقي کابينې د اقتصادي رابطه کميټۍ د 23 دسمبر كال 2025ء په غونډه كښې د شوو پرېكړو هم توثيق وكړو











