اسلام آباد 14 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف او د قطر امير شيخ تميم بن حمد الثاني د پاکستان او قطر ترمېنځه د ورورولۍ اړيكې لا مستحكم كولو لپاره د مشتركه عزم پخلي كولو سره په مېنځني ختيز كښې په اوسني پېشرفت د خيالاتو څرګندونه كړې۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخئ وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د …
وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د قطر امير شيخ تميم بن حمد الثاني ټېلي فوني تماس
اسلام آباد 14 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف او د قطر امير شيخ تميم بن حمد الثاني د پاکستان او قطر ترمېنځه د ورورولۍ اړيكې لا مستحكم كولو لپاره د مشتركه عزم پخلي كولو سره په مېنځني ختيز كښې په اوسني پېشرفت د خيالاتو څرګندونه كړې۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخئ وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د قطر امير شيخ تميم بن حمد الثاني د ټېلي فوني تماس د لارې خبرې وكړې۔ د خبرو په مهال دواړو مشرانو د پاكستان او قطر ترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو په موجوده رفتار د اطمينان څرګندونه وكړه، د ورورولۍ اړيكې لا مستحكم كولو لپاره د مشترکه عزم پخلي كولو سره په مېنځني ختيز كښې په اوسني پېشرفت هم خبرې وكړې۔ وزيراعظم په منطقه كښې امن، مذاکرات او د ثالثي ودے لپاره د قطر د ګټور او فعاله كردار ستائنه وكړه او د سفارتي حل د لارې ئې تاٶ تريخوالي كمولو لپاره د قطر ګټورو هڅو اعتراف وكړو۔ ده د قطر قيادت له باور وركړو چې پاکستان به هم سيمه ايز امن او استحكام لپاره خپل په زره پورې رول لوبوي۔ دواړو مشرانو په راتلونكې ورځو كښې په نزدي تماس كښې پاتې كېدو له سلا وكړه











