د قامي ورثه و كلتور ډوېژن وفاقي وزير اورنګزېب خان كهچې سره اردن لپاره د پاكستان نومولي سفير مېجر جنرل (ر) خرم سرفراز خان ملاقات

اسلام آباد ۔ 14 جنوري ( اے پي پي) د قامي ورثه او كلتور ډويژن وفاقي وزير اورنګزېب خان كهچې سره اردن له د پاكستان نومولي شوي سفير مېجر جنرل (ر) سرفراز خان بګټي په نېشنل هېرېټېج اېنډ كلچر ډوېژن كشې ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې وفاقي سېكرټري اسد رحمان ګېلاڼي هم موجود ؤ۔ د ملاقات په مهال د پاكستان او اردن تر مينځه دوه رخيزه سفارتي او كلتوري اړيكو په …

اسلام آباد ۔ 14 جنوري ( اے پي پي) د قامي ورثه او كلتور ډويژن وفاقي وزير اورنګزېب خان كهچې سره اردن له د پاكستان نومولي شوي سفير مېجر جنرل (ر) سرفراز خان بګټي په نېشنل هېرېټېج اېنډ كلچر ډوېژن كشې ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې وفاقي سېكرټري اسد رحمان ګېلاڼي هم موجود ؤ۔ د ملاقات په مهال د پاكستان او اردن تر مينځه دوه رخيزه سفارتي او كلتوري اړيكو په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وفاقي وزير په ووئېل د معركه حق نه پس پاكستان ته په نړيواله كچه عزت او وقار تر لاسه شوے دے او نړۍ پاكستان ته د قدر په سترګه ګوري۔ ده ووئېل ګڼ هېوادونه د پاكستان سره اړېكې لا مضبوطول غواړي ۔ سېكرټري قامي ورثه و كلتور اسد رحمان ګېلاڼي ووئېل اردون ته د تلونكو پاكستانيانو شمېره نسبتا لږه ده او په دې اړه په اردن كشې د پاكستان وګرو لپاره په وېزا سهوليات كښې د اسانيو پېدا كولو په ضرورت زور راوړو۔ نومولي سفير ووئېل په اردن كښې د پاكستانيانو لږه شمېره مختلف وجوهات لري خو په اردن كښې د څو انبياﺀ كرام او صحابه كرام مزارات موجود دي د كومو زيارت لپاره جې په لويه شمېره پاكستاني وګري تلل غواړي۔ ملاقات كښې د كلتوري مرستې وده موثر وګرځولې شوه ۔سفير ووئېل ورثه او كلتور د قامونو تر مينځه د روابط جوړولو غوره زريعه ده او پاكستان او اردن تر مينځه اړېكې د پاكستان جوړېدو څخه موجود دي كومې چې په كلتوري كچه لا مضبوطېدې شي

مزید خبریں