اسلام آباد۔14جنوری(اے پی پی) لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني پياوړي ٬ ټاكلې او په مالي توګه خپلواكه ځائي حكومتونه جمهوريت عملي او مؤثر كولو له ضروري ګرځولو سره وئيلي دي ډیولوشن قامي يووالي لپاره خطر نه بلكې د دې د مضبوطوالي ضمانت دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده شورو په ورځ دلته د ډیولوشن سمټ 2026 پايې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل دا فورم يو مهم …
پياوړي ٬ ټاكلې او په مالي توګه خپلواكه ځائي حكومتونه جمهوريت عملي او مؤثر كولو له ضروري دي٬ د لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني د ډیولوشن سمټ 2026 پايې دستورې ته خطاب
اسلام آباد۔14جنوری(اے پی پی) لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني پياوړي ٬ ټاكلې او په مالي توګه خپلواكه ځائي حكومتونه جمهوريت عملي او مؤثر كولو له ضروري ګرځولو سره وئيلي دي ډیولوشن قامي يووالي لپاره خطر نه بلكې د دې د مضبوطوالي ضمانت دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده شورو په ورځ دلته د ډیولوشن سمټ 2026 پايې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل دا فورم يو مهم پلېټ فارم دے چرته چې پارليماني غړي ٬ آئيني پوهان ٬ سركاري منتظمين ٬ د معيشت پوهان او د سول سوسائټۍ استازي په دې خبره جدي غور او فكر لپاره جمع شوي دي چې په پاكستان كښې د اختيارات ښكته كچې ته منتقلي څنګه تلپاتې ٬ مؤثره او د اولس د ضرورت له مخې جوړېدې شي۔ سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل د سول سروس ډھانچې ٬ مراعات او د پرمختګ نظام دې د ډيولوشن غوښتنو له مخې كړې شي۔ ده ووئيل آئینی ډھانچې، مالیاتی وفاقیت اور انتظامی اصلاحات د بحث محور ګرځولو سره منتظمينو ته دا باوري كړه ډيولوشن يو سياسي نعره نه بلكې دا دې يوه داسې آئيني نظام وګڼلے شي كوم چې قانون ٬وسائلو او مضبوطو ادارو ته حاجت لري۔ لنډه مهال صدر په دې خبره زور راوړو چې په ډیولوشن كومه بامعني خبره دې په آئين كښی د درج كوآپرېټو فېډرلزم جذبې له مخې وي۔ د خپلې وزيراعظمۍ دورې حواله وركولو سره ده ووئيل د اختیارات منتقلی زما د سياسي سفر مركزي برخه پاتې شوې ده٬ په خاص توګه 18م آئيني بدلون پارلیماني سرلوړي بحال كره او صوبائي خودمختاري يۍ مضبوطه كړه۔ ده ووئيل د اتلسم آئيني بدلون د لارې د مشتركه قانون سازۍ فهرست ختم كړے شو او تعلیم، صحت، زراعت، محنت او د سماجی بهبود په څير مهمې څانګې وفاق څخه صوبو ته منتقل كړې شوې۔ دې آئيني مېنډېټ ته عملي شكل وركولو له زما حكومت د 17 وفاقی وزارتونو نګراني وكړه او د جولائي اولنۍ نېټه كال 2011 د صوبائي خودمختيارۍ ورځ وګرځولې شوه۔ ده ووئيل د آرټیکل 270AA لاندې يو امپلیمنټېشن کمېشن جوړ كړے شو كوم ته چې وفاق څخه صوبو ته د اختيارات ٬ ادارو او د فرائضو منتقلۍ نګراني ٬ هم آهنګي او د لارښودنې ذمه واري وسپارلې شوه۔ دې كمېشن د نړيوالو حكومتي مسئلو حل كولو او د نظام تسلسل په ځاے ساتلو كښې بنيادي كردار ترسره كړو۔ لنډ مهاله صدر ووئيل د مالي وسائلو نه غېر آئيني اختيارات نيمګړې وي او له دې كبله اووم قومي مالياتي كمېشن ايوارډ د اتلسم بدلون لازمي تكميلي برخه وه۔ ده ووئيل ځائي حكومتونه د وګړو په ژوند كښې تر ټولو فوري او ښكاره څرګندونه ده كله چې دا په فعاله توګه كار كوي۔ دې سره جمهوريت حقيقي او محسوس شده جوړيږي٬ خذمات كښې بهتري رامخې ته كيږي٬ شكايات په وخت لرې كيږي او په كميونټيز كښې د نمائندګۍ احساس پېدا كيږي۔ لنډ مهاله صدر ووئيل پارليماني سياست او د جمهوري ستړو اوږدې تجربې څخه ما دا زده كړه چې د اوږد مهاله اصلاحات په اتفاق ٬ صبر اود اداره جاتي احترام د لارې كيږي۔ ډیولوشن يو مسلسل عمل دے كوم چې د بېدارۍ، سیاسی پختګۍ او آئین لپاره د غېر متزلزل عزم غوښتنه كوي۔ ده په دستوره كښې د منتظمينو او ګډون كوونكو مننې كولو سره هيله څرګنده كړه چې اسلام آباد ډیولوشن چارټر به د يو ژوندي دستاوېز په توګه د پالېسي سازۍ او قانون سازۍ لارښودنه كوي او مونږ ته دا يادوي چې د واكمنۍ حقيقي پېمائش زمونږ د ژوند په تجربو كښې پټ دے











