اسلام آباد 14 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي معاشي استحکام ترلاسه شو٬ اوس به ترقۍ پاره اقدامات كوٶ٬ پاكستان به د خوشحالۍ په لور روان شي٬ د ترهګرۍ به بشپړه خاتمه كوٶ٬ د معرکه حق نه پس په نړۍ كښې زمونږ د جنګي الوتكو ډيمانډ زيات شوے دے٬ د دفاعي پيداوار صنعت به وده وكړي٬ د کراچۍ نه تر چمن ستره لاره او په بلوچستان …
معاشي استحکام ترلاسه شو٬ اوس به ترقۍ لپاره اقدامات كوٶ٬ پاكستان به د خوشحالۍ په لور روان شي٬ د ترهګرۍ به خاتمه كوٶ٬ د معرکه حق نه پس په نړۍ كښې زمونږ د جنګي الوتكو ډيمانډ زيات شوے۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف
اسلام آباد 14 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي معاشي استحکام ترلاسه شو٬ اوس به ترقۍ پاره اقدامات كوٶ٬ پاكستان به د خوشحالۍ په لور روان شي٬ د ترهګرۍ به بشپړه خاتمه كوٶ٬ د معرکه حق نه پس په نړۍ كښې زمونږ د جنګي الوتكو ډيمانډ زيات شوے دے٬ د دفاعي پيداوار صنعت به وده وكړي٬ د کراچۍ نه تر چمن ستره لاره او په بلوچستان كښې اووه دانش سکولز جوړېدل به په يو كال كښې بشپړ شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د وفاقي كابينې غونډې كښې خپلو ابتدائي كلمات كښې كړې۔ وزيراعظم ووئيل ورلډ لبرټي فنانشل سره په مفاهمتي يادداښت لاسليك خوشبينه دے، دې اېم او يو سره به د هېواد معيشت ته ګټه ورسي او په نړيوال ټرانزيکشن كښې به آساني راشي، پاکستان په لږه موده كښې په دې لړ كښې لويې پېشرفت كړے دے٬ اوس به د ډيجيټل کرنسۍ او ډيټا سنټر د لارې ټرانزيکشن ممکن شي۔ وزيراعظم ووئيل ډيجيټل انفراسټرکچر د كوم چې د وړاندې نه ضرورت ٶ اوس به پېل اوشي۔ وزيراعظم د پاکستان ايئر فورس ته د تيمور ويپن سسټم او پاك بحريه ته د اېل وائي 80 په كاميابه تجربه مباركي وركړه۔ وزيراعظم د ترهګرۍ په ضد په بلوچستان او خېبر پښتونخوا كښې د پاك پوځ٬ قانون نافذ كوونكو ادارو او رينجرز د کاميابو كارروائيو ستائنې كولو سره ووئيل د ترهګرۍ بشپړه خاتمه كولو سره به په قلاره كېښنو، پاکستان به کامياب شي۔ ده كابينه د كوئټه خپلې دورې په اړه خبرولو كښې ووئيل اېن 25 ستره لاره، د کراچۍ نه تر چمن كومه چې 850 کلوميټره اوږده ده د بنياد تيګه كېښودلې شوې ، دا منصوبه به په يو كال كښې بشپړه شي او وفاق به په كښې 400 اربه روپۍ خرڅ كوي، دا ھغه پېسه ده كومه چې د پټروليم مصنوعات په بيعه كښې د كمي ګټه اولس ته د منتقل كولو په ځاے د دې لارې جوړولو لپاره استعمالېږي۔ وزيراعظم کابينې ته ووئيل په بلوچستان كښې د 75 اربه روپو په لګښت كروندګرو لپاره د زرعي پيکيج منصوبه هم بشپړ شوې ده كومې لپاره چې وفاق 50 اربه روپۍ وركړې دي، د سولر پينلز استعمال نه وروستو د بجلۍ غلا ختمه شوې ده، اوس كروندګرو ته د سولر څخه اوبه خور لپاره اوبه ترلاسه كېږي۔ وزيراعظم ووئيل بلوچستان كښې د دانش 7 سكولونو جوړول هم پېل شوي دي٬ دا منصوبه به هم په يو كال كښې بشپړه شي۔ ده وفاقي کابينه د يو لك ليپ ټاپس تقسيمولو او د زرګونو په شمېر زده كوونكو ته اعليٰ تعليم لپاره د وظائف وركولو په اړه هم خبر كړه۔ وزيراعظم ووئيل هېواد ته معاشي استحکام ترلاسه شو٬ اوس به ترقۍ لپاره اقدامات كوٶ٬ پاكستان به د خوشحالۍ په لور روان شي۔











