منامه 14 جنوري (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د شورو په ورځ قصر القضيبيه كښې د بحرين فرمان روا شاه حمد بن عيسيٰ آل خليفه سره ليدلي دي ٬ په ملاقات كښې د پاکستان او بحرين ترمېنځه نزدې او د ورورولۍ اړيكو لا قوي كولو لپاره جامع خبرې اترې وشوې۔ د شورو په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې دواړو مشرانو …
صدر مملکت آصف علي زرداري د بحرين فرمان روا شاه حمد بن عيسيٰ آل خليفه سره وليدل، د پاکستان او بحرين ترمېنځه نزدې او د ورورولۍ اړيكو په لا قوي كولو خبرې
منامه 14 جنوري (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د شورو په ورځ قصر القضيبيه كښې د بحرين فرمان روا شاه حمد بن عيسيٰ آل خليفه سره ليدلي دي ٬ په ملاقات كښې د پاکستان او بحرين ترمېنځه نزدې او د ورورولۍ اړيكو لا قوي كولو لپاره جامع خبرې اترې وشوې۔ د شورو په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې دواړو مشرانو د شريكې مرستې ته عملي اړخونه وركولو او دوه اړخيزه روابطو ته نوې رفتار وركولو له د عزم څرګندونه وشوه۔ صدر مملکت سره وړومبۍ مېرمن (لور) آصفه بھټو زرداري، سينيټر سليم مانډي والا او د بلوچستان د زراعت وزير مير علي حسن زهري هم موجود وٶ٬ محل ته په راتګ صدر مملکت آصف علي زرداري ته ګارډ آف آنر وړاندې كړے شو٬ شاه حمد بن عيسيٰ آل خليفه د پاکستان-بحرين اړيكو د ودې خدمات په اعتراف كښې صدر آصف علي زرداري ته د بحرين د اعليٰ ترين اعزاز آرډر آف شيخ عيسيٰ بن سلمان آل خليفه (فرسټ کلاس) وركړو۔ صدر مملکت د قصر القضيبيه په وزيټرز بك كښې خپل تاثرات هم قلم بند كړل۔ صدر آصف علي زرداري په ابتدا كښې د شاه حمد بن عيسيٰ آل خليفه سره ون آن ون ملاقات وكړو۔ دواړو مشرانو د پاکستان-بحرين د اړيكو د مجموعي صورتحال جاج واخست او د دې په مثبت سمت يې د اطمينان څرګندونه وكړه۔ صدر مملکت د شاه بحرين او بحرين قيادت لخوا د تود هر كلي او په زړه پورې مېلمستيا مننه وكړه او پاکستان لپاره د شاه بحرين د مستقل خيرسګالۍ يې ستائنه وكړه۔ دوي سياسي، اقتصادي، دفاعي او په كلتوري څانګو كښې د مرستې دائره كار ته پراختيا وركولو لپاره د پاکستان د عزم پخلے وكړو او شاه بحرين ته يې د پاکستان د سرکاري دورې بلنه وركړه۔ د دې نه وروستو په ملاقات كښې دواړو ډلو تجارت او سرمايه کارۍ كښې مرستې زياتولو لپاره په كوټلو طريقو خبرې وكړې۔ آصف علي زرداري په دې خبره زور رواړو چې مضبوطې سياسي اړيكې په زيات شوي تجارت او د سرمايه كارۍ ژوره روابطو بدلول پكار دي۔ ده د بحرين سرمايه کارو ته په پاکستان كښې په ترجيحي څانګو كښې چې پكښې زراعت او غذائي تحفظ، آئي ټي او ډيجيټل خدمات، صحت، سېلګري او بنيادي ډھانچه شاملې د د موقعو لټولو بلنه وركړه او غېر ملكي سرمايه كارو معاونت كښې د سپيشل انويسټمنټ فسيليټيشن کونسل د سهولت کارۍ په کردار يې رڼا واچوله۔ صدر مملکت ووئيل پاکستان بحرين يو مهم اقتصادي شراکت دار ګڼي او د نزدې مرستې څخه دواړو هېوادونو لپاره د شريكې ګټې موقعې پېدا كېدې شي۔ ده د پاکستان د اقتصادي صلاحيت، سيمه ايزې رابطه کارۍ او د هنرمند افرادي قوت حواله وركولو سره تل پاتي پرمختګ او مشترکه خوشحالۍ لپاره د شريكو منصوبو ډاډګيرنه وكړه۔ صدر آصف علي زرداري د دواړو هېوادونو دفاعي او سکيورټي مرسته د دوه اړخيزه اړيكو ستن وګرځوله او د وسله والو ځواكونو ترمېنځه د نزدې اداره جاتي روابطو ذكر كولو سره يې دا شراکت داري لا قوي كولو خواهش څرګند كړو ٬ په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خبرو په مهال صدر مملکت ووئيل نړيواله ورورولي دا مهال غېر يقيني او تند رفتاره بدلون د يو سخت دور څخه تېرېږي۔ ده په دې خبره زور رواړو چې د نړيوال نظام چېلنجز مقابله كولو لپاره به قامونو له يو موټې كېدل وي ځكه چې د يوې منطقې د عدم استحكام اثرات په نورو هم غورځېدے شي۔ ده اتحاد، ثابت قدمي، دانشمندي او ضبط د راتلونكي دوره بنيادي اقدار ګرځولو سره ووئيل د اجتماعي عزم د لارې نه يوازې په ستونزو قابو موندلے كېدے شي بلكې ترقي هم ممكن ده۔ صدر آصف علي زرداري په بحرين كښې مېشته پاكستاني ورورولي د دواړو هېوادونو ترمېنځه يو مهم پل ګرځولو سره دوي ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ده د بحرين قيادت مننه وكړه چې ھغوي په هېواد كښې مېشته او كار كوٶنكي د يو لك 16 زره نه زياتو پاکستانيانو ته عزت، موقعې او معاونت رسوي او د بحرين ترقي او او اولسي روابطو كښې د دوي د خدمات يې ستائنه وكړه۔ ده په اسلام آباد كښې د کنګ حمد يونيورسټي آف نرسنګ اينډ الائيډ ميډيکل سائنسز جوړېدل د شاه بحرين په زړه پورې ډالۍ ګرځولو سره دا د پاکستان او بحرين ترمېنځه د دوستۍ او مرستې تل پاتې علامت وګرځولو۔ صدر آصف علي زرداري په درناوي كښې د مېلمستيا دستورې ته د وېنا په مهال شاه حمد بن عيسيٰ آل خليفه پاکستان او بحرين د احترام، اسلامي اخوت او په مشترکه مفادات اډانه د تاريخي اړيكو وړ هېواد وګرځولو ۔ هغه د صدر مملکت دوره دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمولو پلو يو مهم سنګ ميل ګرځولو سره د سياسي، اقتصادي، تجارتي او پرمختيائي څانګو كښې مرستې زياتولو لپاره د بحرېن د عزم پخلے وكړو۔ شاه بحرين د پاکستان لخوا د بحرين په پرله پسې مرسته، د پاکستاني ورورولۍ په مثبت خدمات، عرب او د اسلامي نړۍ په مسئلو كښې د پاكستان د كردار او سيمه ايز او نړيوال امن او استحکام لپاره د پاکستان د هلو ځلو ستائنه وكړه۔ په دې موقع پاکستان كښې د بحرين سفير محمد ابراهيم عبدالقادر او په بحرين كښې د پاکستان سفير ثاقب رٶف هم موجود وٶ٬ د بحرين لخوا کمانډر بحرين نيشنل ګارډ شيخ محمد بن عيسيٰ آل خليفه او خارجه وزير شيخ ډاکټر عبداللطيف بن راشد الزياني هم په ملاقات كښې شامل وو











