پېښور 14 جنوري (اے پي پي) د قامي پيغام امن کميټۍ پلاوي د مولانا طاهر محمود اشرفي په مشرۍ كښې د شورو په ورځ د پېښور ګورنر هاٶس دورې كولو سره ګورنر فيصل كريم كنډي سره ملاقات كړے۔ د ګورنر هاٶس وياند لخوا د جاري بيان له مخې په پلاوي كښې مفتي عبدالرحيم، علامه عارف حسېن واحدي، پير نقيب الرحمٰن، علامه محمد حسېن اکبر، علامه ضياء الله شاه بخاري، مولانا …
د قامي پيغام امن کميټۍ پلاوي د مولانا طاهر محمود اشرفي په مشرۍ كښې د پېښور ګورنر هاٶس دوره٬ ګورنر سره ملاقات
پېښور 14 جنوري (اے پي پي) د قامي پيغام امن کميټۍ پلاوي د مولانا طاهر محمود اشرفي په مشرۍ كښې د شورو په ورځ د پېښور ګورنر هاٶس دورې كولو سره ګورنر فيصل كريم كنډي سره ملاقات كړے۔ د ګورنر هاٶس وياند لخوا د جاري بيان له مخې په پلاوي كښې مفتي عبدالرحيم، علامه عارف حسېن واحدي، پير نقيب الرحمٰن، علامه محمد حسېن اکبر، علامه ضياء الله شاه بخاري، مولانا زبير فهيم، ډاکټر مفتي محمد کريم خان، مفتي محمد يوسف خان، علامه ډاکټر محمد آصف اکبر قادري، مولانا محمد عادل عطاري، مولانا محمد توقير عباس او مولانا زاهد منصور شامل وو۔ په ملاقات كښې پلاوي ګورنر ته په صوبه كښې امن او استحکام لپاره د بشپړ كردار او معاونت باور وركړو۔ پلاوي ووئيل د قامي پيغام امن کميټۍ پلاوي په ګرد هېواد كښې وړومبۍ دوره د خېبر پښتونخوا كړې ده، د فتنه الخوارجو پشمول د هرې فتنې او ترهګرو په ضد د ټول مكتبه فكر علماء د خپل رياست٬ اولس او وسله والو ځواكونو سره ولاړ دي۔ پلاوي ووئيل په صوبه كښې د بې ګناه كسانو٬ پوليس او وسله والو ځواكونو وينه بهيوونكي نه خو مسلمانان دي او نه د دوي اسلام سره څه تعلق شته، په قامي پيغام امن کميټۍ كښې شامل علماء کرام پشمول د ګرد هېواد علماء د ترهګرو او فتنه الخوارجو خاتمې لپاره د صوبې اولس او وسله والو ځواكونو سره ولاړ دي۔ پلاوي ووئيل د صوبې اولس د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې بلها قربانۍ وركړې دي٬ نن بيا صوبه د فتنه الخوارجو ترهګرو خاتمې لپاره د امت اتحاد ته اړتيا لري۔ په دې موقع ګورنر فېصل کريم کنډي د پلاوي د دورې مننې كولو سره ووئيل په صوبه كښې د علمائے كرامو مرسته او د اولس طاقت سره به د ترهګرۍ خاتمه كوٶ۔ ده ووئيل د ترهګرۍ او انتها پسندۍ خاتمې او په صوبه كښې امن لپاره د دې كمېټۍ كردار ډېر مهم دے۔ ده ووئيل زمونږ د ګاٶنډي هېواد افغانستان خاورې څخه په صوبه او هېواد كښې د ترهګرۍ پېښو كښې اصافه شوې ده، په موجوده حالاتو كښې سيمه ايز، لساني، فرقه ورانه او د كركې خاتمه ډېره ضروري ده۔ ګورنر ووئيل په پېغام پاکستان عمل كولو سره دښمن زمونږ په مېنځ كښې تفريق نشي راوستلے، مونږ له به د خپلو معاشرتي اقدارو تحفظ باوري كول وي او په ګډه او په جذبات قابو موندلو سره به برداشت سره مخ په وړاندې تلل وي۔











