سپيکر سردار اياز صادق سره د آسټراليا هائي کمشنر وليدل

اسلام آباد 14 جنوري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق سره د شورو په ورځ د آسټراليا هائي کمشنر ټموتھي کين ليدلي دي ٬ په دې موقع د دوه اړخيزه اړيكو پشمول په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه او دوه اړخيزه مرستې ته ودې وركولو ته هم سلاح يوه شوه ۔ دا خبره د قامي اسمبلۍ سيکرټريټ لخوا په جاري بيان كښې …

اسلام آباد 14 جنوري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق سره د شورو په ورځ د آسټراليا هائي کمشنر ټموتھي کين ليدلي دي ٬ په دې موقع د دوه اړخيزه اړيكو پشمول په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه او دوه اړخيزه مرستې ته ودې وركولو ته هم سلاح يوه شوه ۔ دا خبره د قامي اسمبلۍ سيکرټريټ لخوا په جاري بيان كښې شوې ده ۔ په دې موقع سپيکر سردار اياز صادق د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوستۍ اړيكې لا مستحكم كولو لپاره د عزم پخلي كولو سره ووئيل پارلماني سفارتكاري دوه اړخيزه اړيكې مستحكمولو كښې مهم كردار لوبولې شي۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې چارو پشمول په بېلو بېلو اړوندو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه

مزید خبریں