اسلام آباد۔14جنوری(اے پی پی) د سرمايه كارۍ بورډ وفاقي وزير قېصر احمد شېخ سره د قومي ورثه او كلتور وفاقي وزير اورنګزېب خان کھچی د شورو په ورځ ملاقات وكړو۔ د سرمايه كاري بورډ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې سرمايه كارۍ ته په ودې وركولو ٬ د همكارۍ په نوو موقعو او په بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ په امكانات تفصيلي خبرې وشوې۔ دواړو …
وفاقي وزير قيصر احمد شيخ سره د وفاقي وزير اورنګزيب خان كھچي ملاقات
اسلام آباد۔14جنوری(اے پی پی) د سرمايه كارۍ بورډ وفاقي وزير قېصر احمد شېخ سره د قومي ورثه او كلتور وفاقي وزير اورنګزېب خان کھچی د شورو په ورځ ملاقات وكړو۔ د سرمايه كاري بورډ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې سرمايه كارۍ ته په ودې وركولو ٬ د همكارۍ په نوو موقعو او په بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ په امكانات تفصيلي خبرې وشوې۔ دواړو وزيرانو په خاص توګه په كلتوري ورثه او تخليقي صنعتونو كښې د سرمايه كارۍ په پراخه ګنجائش خبرې وكړې۔ دوي د بېن الوزارتي همكارۍ په مضوطولو او د ګډو اقداماتو د لارې د سرمايه كارۍ هدفونو په سر كولو اتفاق وكړو۔ وفاقي وزير قېصر احمد شېخ د دے عزم پخلے وكړو چې بورډ آف انوېسټمنټ به هېواد كښې تلپاتې او اوږد مهاله سرمايه كارۍ ته ودې وركولو له بشپړه كردار ترسره كوي











