اسلام آباد۔14جنوری(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د پاكستان په ډیجیټل مالیاتی ماركيټونو كښې زياته شوې نړيواله خوښي ستائېلو سره د پاكستان تندۍ سره د نړيوال ډيجيټل فنانس برخې په جوړېدو د اطمينان څرګندونه كړې ده۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د امريكائي كمپنۍ ’’ورلډ لبرټی فنانشل‘‘چیف اېګزېکټو آفیسر زچری وټکوف په مشرۍ كښې پلاوي د شورو په ورځ …
وزیراعظم سره د ورلډ لبرټي فنانشل پلاوي ملاقات ٬ پاكستان سره د ډیجیټل ادائیګو په نظام كښې جدت لپاره په مفاهمتي يادښت لاس ليك
اسلام آباد۔14جنوری(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د پاكستان په ډیجیټل مالیاتی ماركيټونو كښې زياته شوې نړيواله خوښي ستائېلو سره د پاكستان تندۍ سره د نړيوال ډيجيټل فنانس برخې په جوړېدو د اطمينان څرګندونه كړې ده۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د امريكائي كمپنۍ ’’ورلډ لبرټی فنانشل‘‘چیف اېګزېکټو آفیسر زچری وټکوف په مشرۍ كښې پلاوي د شورو په ورځ دلته ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې نائب وزیراعظم و خارجه وزیر سېنېټر اسحاق ډار، چیف آف ډیفنس فورسز و چیف آف آرمی سټاف فیلډ مارشل سید عاصم منیر، د خزانې وزير اورنګزېب، د وزیراعظم خصوصی مرستيال سيد طارق فاطمي او د پاكستان ورچوئل اثاثه جات رېګولېټري اتھارټي چيئرمېن بلال بن ثاقب هم موجود وو۔ په دې موقعه په ډيجيټل ادائيګو كښې جدت لپاره پاكستان سره مفاهمتي يادښت لاس ليك كړے شو۔ وزیراعظم د پلاوي هركلي كولو سره د ډيجيټل پاكستان په اره خپل وژن وړاندې كړو چې مقصد يۍ وګړو ته زياتې آسانۍ وركول دي۔ وزیراعظم د پاكستان په ډیجیټل مالیاتي ماركيټونو كښې زياته شوې نړيواله خوښي ستائېلو سره د پاكستان تندۍ سره د نړيوال ډيجيټل فنانس برخې په جوړېدو د اطمينان څرګندونه وكړه۔ په دې موقعه زچری وټکوف د خوندي او شفاف ډیجیټل ادائیګو نظام لپاره پاكستان سره مرسته كښې ژوره خوښي ښكاره كړه۔ ده د پاكستان د پالېسي فرېم ورك ستائنه وكړه چې له امله يۍ پاكستان د ډيجيټل فنانس په منظرنامه كښې تندۍ سره رامخې ته كيږي۔ په دې موقعه د پاكستاني حكومت او اېس سی فنانشل ټېکنالوجیز اېل اېل سی ( كومه چې ورلډ لبرټي فنانشنل سره تړلې كمپني ده) ترمينځه د مفاهمتي يادښت لاس ليك وشو چې مقصد يۍ د پولې پورې غاړه وركړې راكړې لپاره د ضروري ډيجيټل ادائيګو په نظام رسمي خبرو او تكنيكي مهارت ته وده وركول دي











