اسلام آباد۔14جنوری(اے پی پی) لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني سره اطاليه سفيرې مارلینا آرمَلّین دلته په ايوان صدر كښې ملاقات وكړو۔ د شورو په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ له مخې په ملاقات كښې د پاكستان او اطاليا ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو په لا مستحكمولو او بېلو څانګو كښې همكارۍ ته په ودې وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ لنډ مهال صدر په ګڼ اړخيزه پلېټ فارمز …
لنډ مهاله صدر سره د اطاليه سفيرې ملاقات ٬ په بيلو څانګو كښې مرستې ته په ودې وركولو د خيالاتو څرګندونه
اسلام آباد۔14جنوری(اے پی پی) لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني سره اطاليه سفيرې مارلینا آرمَلّین دلته په ايوان صدر كښې ملاقات وكړو۔ د شورو په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ له مخې په ملاقات كښې د پاكستان او اطاليا ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو په لا مستحكمولو او بېلو څانګو كښې همكارۍ ته په ودې وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ لنډ مهال صدر په ګڼ اړخيزه پلېټ فارمز د اطاليه د ملاتړ ستائنه وكړه او د اطالوي حكومت مننې كولو سره يۍ ووئيل د اطاليه حكومت 3 لكه څخه د زياتو وطن پرېښودونكو پاكستانيانو كوربتوب كوي۔ لنډ مهال صدر اطاليه ته د تلونكو پاكستانو وګړو لپاره د وېزا عمل تندولو په حاجت زور راوړو۔ د اطاليه سفیرې ووئيل اطاليه پاكستان سره خپلو پخوانيو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري او دا چې پاكستان په هغه اولنيو هېوادونو كښې شامل ؤ كومو سره چې اطاليه سفارتي اړيكې جوړې كړې۔ هغې ووئيل په كال 2025 كښې اطاليه 15,000 څخه زياتو پاكستانو طالبعلمانو ته وېزې جاري كړې كومو چې په اطاليه پوهنتونونو كښې په پوسټ ګرېجوېټ او پي اېچ ډي پروګرامونو كښې داخلې ترلاسه كړې۔ هغې ووئيل د اطاليه ادارې د پاكستانو پوهنتونونو لخوا د اطاليه ژبې كورسونو پېل كولو اقدامات خوشبينه ګرځوي دغسې چې د روزګار موقعې رامخې ته كړې شي۔ په ملاقات كښې په زده كړو ٬ مائيګرېشن ٬ تجارت او د اولس ترمينه د رابطو په شمول په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه همكارۍ ته د لا پراختيا وركولو د عزم پخلے وكړے شو۔











