اسلام آباد۔14جنوری(اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف وئيلي دي د هېواد د آبادۍ په تناسب سره د حج كلنه کوټه 2 لکه 30 زره كولو له د سعودي عربستان سره پرله پسې په رابطه تماس كښې يوو٬ هيله ده چې د نورو هېوادونو په كوټه كښې زياتوالي سره به د پاكستان په كوټه كښې هم په زړه پورې زياتوالے وكړے شي٬ د وزيراعظم شهباز شريف هدايات …
حج کوټه 2 لکه 30 زره كولو له سعودي عربستان سره په رابطه كښې يوو: د مذهبي چارو وفاقي وزير
اسلام آباد۔14جنوری(اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف وئيلي دي د هېواد د آبادۍ په تناسب سره د حج كلنه کوټه 2 لکه 30 زره كولو له د سعودي عربستان سره پرله پسې په رابطه تماس كښې يوو٬ هيله ده چې د نورو هېوادونو په كوټه كښې زياتوالي سره به د پاكستان په كوټه كښې هم په زړه پورې زياتوالے وكړے شي٬ د وزيراعظم شهباز شريف هدايات له مخې په پرائیوېټ حج سکیم كښې حج پېكج لپاره په اصلاحات كار كوو٬ په روټ ټو مكه پراجېكټ كښې لاهور شاملولو له هم تندۍ سره كار روان دے٬ حج 2025 څخه وروستو 75 فیصده شكايتونه كم شول٬ سږ كال د دغې لا كمولو لپاره هڅې كوو۔ حج 2026 لپاره به 38 زره څخه زيات عازمين اسلام آباد ایئرپورټ څخه د روټ ټو مكه د لارې امېګرېشن كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ په حج کمپلېکس اسلام آباد كښې د حج تربيتي وركشاپ ګډون كوؤنكو ته خطاب او ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف په خصوصي هدايت او وفاقي كابينې څخه د منظور شوې حج پالېسۍ 2026 په رڼا كښې ټول انتظامات د سعودي ټائم لائن له مخې په وخت بشپړولې شي۔ ده ووئيل د ګاونډي هېوادونو په نسبت د پاكستان حج پېكج اوس هم ارزان او معياري دے۔ ده ووئيل په روټ ټو مكه پراجېكټ كښې كراچۍ او لاهور شاملولو له هم تندۍ سره كار روان دے۔ ده ووئيل د سركاري حج سكيم لاندې يو لك 20 زره عازمين ته په دوو قسطونو كښې د رقم ادائيګۍ آساني وركړې شوې وه۔ ده ووئيل په پرائیوېټ حج سکیم كښې هم اصلاحات كولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل په بهترينو انتظامات د سعودي حكومت لخوا پاكستان ته’’ایکسلینس ایوارډ‘‘ وركړے شوے او اوس زمونږ له په ټاپ تھري هېوادونو كښې شاملېدل دي۔ ده ووئيل د تربيې دويم پړاؤ به د روژې مباركې مياشتې څخه وروستو پېل كيږي په كومو كښې به چې د ټولو ضروري چارو په اړه عازمين خبرولې شي۔ ده ووئيل د مذهبي چارو وزارت د لارښودنې 22 نکاتی اصول مرتب كړې دي چې ورسره د حج مناسك آسانۍ سره ادا كېدې شي۔ ده عازمينو ته تاكيد وكړو چې هغوي د حرمېن شريفېن د قوانين خيال اوساتي او دغلته د سنت له مخې عبادات ته خاص پام وګرځوي۔ ده په دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې ځينې كسان د طواف په مهال يا د رسول اكرم (ص) روضې ته د حاضرېدو په مهال په موبائل عكسونه او وېډيو جوړولو كښې مصروف پاتې كيږي چې ورسره د عبادت اصل مقصد اغېزمند شي۔ ده ووئيل د حجر اسود ښكلولو په مهال دې نورو ته تكليف رسولو څخه ډډه وكړې شي۔ ولې چې د لرې نه سلام كول هم يو مسنون عمل دے۔











