د نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې غونډه٬ په اسلام آباد كښې د سينټر آف ايکسيلينس فار آټزم جوړولو جاج واغستلے شو

اسلام آباد 14 جنوري (اے پي پي) د نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې اسلام آباد كښې 300 زده كوٶنكو لپاره د سينټر آف ايکسي لينس فار آټزم جوړولو په اړه د اېډوائزري بورډ وړومبۍ غونډه شوې چې پكښې په خاص توګه د تعميري چارو ، سټافنګ، انساني وسائلو د فريم ورك او د سروس ډيزائن په اړه تفصيلي خبرې شوي ۔ د نائب وزيراعظم آفس لخوا د …

اسلام آباد 14 جنوري (اے پي پي) د نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې اسلام آباد كښې 300 زده كوٶنكو لپاره د سينټر آف ايکسي لينس فار آټزم جوړولو په اړه د اېډوائزري بورډ وړومبۍ غونډه شوې چې پكښې په خاص توګه د تعميري چارو ، سټافنګ، انساني وسائلو د فريم ورك او د سروس ډيزائن په اړه تفصيلي خبرې شوي ۔ د نائب وزيراعظم آفس لخوا د جاري بيان له مخې د دې منصوبې مقصد ماشومان او د دوي كورنيو ته د نړيوال معيار كئېرنګ، شموليت او معاونت رسول دي٬ کميټۍ د وزيراعظم د امر له مخئ په يو كال كښې د سنټر بشپړولو لپاره د ټائم لائنز جاج واخست٬ په غونډه كښې د تعمير په طرز ، سټافنګ، انساني وسائلو د فريم ورك او د سروس ډيزائن په اړه تفصيلي خبرې وشوې چې پكښې د آټزم پالنه كښې عملي تجربه لرونكو پوهانو او وظيفائي كسانو په تعيناتۍ خاص زور راوړلے شو۔ نائب وزيراعظم د يو جامع او د قامي كچې د طريقه كار توثيق وكړو چې پكښې ماشومانو سره د كار كوونكو كسانو د پس منظر جانچ، منظم تعليمي ټولز او ابتدائي تشخيص او مداخلت لپاره په شواهدو اډانه طريقه كار شامل وي۔ ده په نړيواله كچه نوموړو مركزونو سره رابطه كولو سره غوره نړيوالې تجربې او د معيار خپلولو په ضرورت هم زور راوړو۔ په غونډه كښې د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه، د روغتيا سيکرټري٬ د خزانې خاص سيکرټري، د تعليم او خارجه وزارتونو لوړ پورو او د اړوند څانګو پوهانو هم ګډون كړې

مزید خبریں