اسلام آباد۔14جنوري (اے پي پي) د موسمیاتي بدلون او ماحولیاتي هم غږۍ وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملک وئېلي دي د خوشحالۍ سر چينه طاقت او رسائي نه تعلیم ، هنر او پروډیکټویټي ده ، په حکومتي هلو ځلو په معاشي اعشارو كښې ښه والے راغلے دے ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د اسلام آباد په مقامي هوټل كښې د ’’پاکستان معاشي سمت د سره بيا …
د خوشحالۍ سر چينه طاقت او رسائي نا تعلیم، هنر او پروډیکټویټي ده، د موسمیاتي بدلون وفاقي وزير د پاکستان پالیسي ډائیلاګ د پرانستې غونډې ته خطاب
اسلام آباد۔14جنوري (اے پي پي) د موسمیاتي بدلون او ماحولیاتي هم غږۍ وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملک وئېلي دي د خوشحالۍ سر چينه طاقت او رسائي نه تعلیم ، هنر او پروډیکټویټي ده ، په حکومتي هلو ځلو په معاشي اعشارو كښې ښه والے راغلے دے ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د اسلام آباد په مقامي هوټل كښې د ’’پاکستان معاشي سمت د سره بيا تشکیلولو ‘‘ په موضوع د پاکستان پالیسي ډائیلاګ د پرانستې سیشن ته خطاب كښې وكړه ۔ د پالیسي ریسرچ اینډ ایډوائزري کونسل تر سېوري لاندې ِد پاکستان پالیسي ډائیلاګ تابيا وكړې شوه چې پكښې د اعلیٰ كچې حکومتي چارواكو او پوهانو ګدون وكړو ۔پالیسي ډائیلاګ ته خطاب کښې وفاقي وزیر په هېواد كښې په معاشي بحالۍ كښې د پالیسۍ په هم غږۍ زور راوړلو سره ووئېل په پاکستان كښې د خوشحالۍ لاره يوازې طاقت او مخ ملازې ته رسائي ګرځېدلې ، د خوشحالۍ واحد لاره پیداواري صلاحیت زياتول دي ، د خوشحالۍ سر چينه طاقت او رسائي نه تعلیم ، هنر او پروډیکټویټي ده ۔ ده ووئېل په برآمدات اډاڼه ترقي بس تل پاتي ترقی ده ، نجکاري كومه نظریاتي منصوبه نه ده ، د مارکیټ د كمزوريو لرې كولو طریقه ده ۔ ډاکټر مصدق ملک ووئېل ریاست له د کاروبار چلولو په ځائے د سهولت کار کردار ادا کول غواړي ،ترقي به هله راځي چې كله هر وګري ته د كار يو ډول موقعې وركړې شي۔ ده ووئېل په حکومتي هلو ځلو معاشي اعشارو كښې ښه والے راغلے ، د هېواد په معیشت كښې د نجي څانګې کردار مهم دے ، د صلاحيت او قابلیت په بنیاد خلقو ته د وړاندې تګ موخې تر لاسه كېدل پكار دي۔











