اسلام آباد 14 جنوري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ د يونيورسټي آف لندن د پاکستان د تعليمي څانګې سره تړون او د خلوص ستائنې كولو سره وئيلي دي يونيورسټي آف لندن په پاکستان كښې د تعليم معيار ته نوے اړخ وركړے٬ جدت، اختراع او نوي ماډيولز معارفي كړې شوي ، پرله پسې بهتري او جدت خپلول د يونيورسټي آف لندن ځانګړے شناخت دے۔ …
يونيورسټي آف لندن پاکستان كښې د تعليم معيار ته نوې اړخ وركړے٬ جدت، اختراع او نوي ماډيولز معارفي كړے شول۔ وفاقي وزير عطاء الله تارړ
اسلام آباد 14 جنوري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ د يونيورسټي آف لندن د پاکستان د تعليمي څانګې سره تړون او د خلوص ستائنې كولو سره وئيلي دي يونيورسټي آف لندن په پاکستان كښې د تعليم معيار ته نوے اړخ وركړے٬ جدت، اختراع او نوي ماډيولز معارفي كړې شوي ، پرله پسې بهتري او جدت خپلول د يونيورسټي آف لندن ځانګړے شناخت دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د يونيورسټي آف لندن د اعليٰ كچ پلاوي په درناوي كښې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ په دستوره كښې لنډ مهاله صدر مملكت سيد يوسف رضا ګېلاني، جسټس عائشه ملك، پرو وائس چانسلر يونيورسټي آف لندن فل آلمينډنګر (Phil Allmendinger)، ډائريکټوريټ آف ليګل ايجوکيشن ډائريکټر اسامه ملك، د سپريم کورټ بار ايسوسي ايشن صدر هارون رشيد، د پنجاب اسمبلۍ غړې آمنه شېخ، د برټش کونسل کنټري ډائريکټر جيمز هيمپسن، د يونيورسټي آف لندن سوئيلي اسياء لپاره ريجنل هيډ سعد وسيم، ممتاز قانون دان احمر بلال صوفي او د يونيورسټي آف لندن تسليم شوو تعليمي ادارو نمائندګان هم موجود وو۔ وفاقي وزير ووئيل زه نه يوازې د لندن پوهنتون پخوانے زده كونكېے يم بلكې خپل ځان د لندن يونيورسټي اعزازي برانډ ايمبيسيډر هم ګڼم۔ ده په دې موقع د انتظاميه مننې كولو سره ووئيل ما ته څو ځله داسې باوقاره او علمي اجتماعات ته د وېنا موقع راكړې شوه په كومو چې زه شكر ګزار يم۔ ده پاکستان كښې د تعليمي څانګې ودې لپاره د شوو هلو ځلو ستائنې سره ووئيل د يونيورسټي آف لندن دا علمي او تعليمي سفر په څو لسيزو اډانه دے كوم چې وخت سره لا پراخه او استحکام اختيار كړے دے٬ عطاء الله تارړ د يونيورسټي آف لندن ټولې ډلې ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل پوهنتون نه يوازې په پاکستان كښې د تعليم ودې لپاره بشپړ كردار لوبولے دے بلكې جدت او نوے تعليمي ماډيولز معارفي كولو كښې هم وړاندې روان دے۔ ده ووئيل د تېرې دورې په مهال په اېل اېل بي پروګرام كښې “انټروډکشن ټو پاکستاني لا” د ماډيول په توګه شامل كړے شوے ٶ كوم چې يو مهم پشرفت دے۔ ده د ټيکنالوجۍ په حواله خبرو كښې ووئيل د يونيورسټي آف لندن دا ځانګړے حاصيت دے چې په تېرو كلونو كښې په دې كښې بهتري او جدت رامخې ته شوے دے۔ ده ووئيل تحقيق او پِرمختګ ته خاص پاملرنه روانه ده او نه يوازې پاكستان كښې د جامعه لندن پروګرامز په اړه بلكې په نړيواله كچه هر تېرېدونكې كال سره په دې كښې لا بهتري راځي۔ وفاقي وزير ووئيل كله چې ما د قانون زده كونكي په حېث زده كړې كولې ما ته د نوموړو او باوقاره استاذانو سرپرستي ترلاسه وه۔ ده ووئيل پاکستان كښې جوړ تدريسي مركزونه د غېر معمولي اهميت وړ دي ځكه چې دا مركزونه د پوهنتون سفيران او پاكستان كښې نمائندګان لري۔ ده زور راوړو چې تعليمي نصاب، تحقيق و ترقي او معياري تعليم وركول پخپل ځاے مهم دي خو په دې ټول عمل كښې د استاذانو كردار هم كليدي دے٬ دې لپاره فېكلټۍ ته خاص پام كول ضروري دے۔ وفاقي وزير عطاء الله تارړ ووئيل زه په نننۍ اجتماع كښې د پخواني زده كونكي په حېث موجود يم ځكه چې د يونيورسټي آف لندن دا ډګري نه يوازې زما د صلاحيتونو زياتولو سبب ګرځېدلې بلكې د وکالت نه تر سول سروس او اوس د وزارت تر منصب په بېلو وظيفائي پړاٶنو كښې ما سره د اولس٬ هېواد او پاكستان كښې د خپلې كميونټۍ په خدمت كولو بشپړ معاونت كوي چې زه يې مننه كوم٬ دې تعليمي پروګرامز ته لا ودې وركولو له چې څه هم ممكن وي حكومت به هر ډول ممكن مرسته كوي۔ ده ووئيل په دې لړ كښې د پاکستان حکومت، د پنجاب حکومت ، پاکستان بار کونسل او برټش کونسل لخوا د وړاندې نه ښه كار روان دے۔ عطاء الله تارړ ووئيل د يونيورسټي آف لندن پرو وائس چانسلر فل آلمينډنګر پاکستان كښې مختصر قيام كړے خو هيله لرو چې بيا لپاره به ھغه زيات وخت له پاكستان ته راځي دغسې چې پاکستان د خپل اصل روح سره وليدلې شي ځكه چې ليدل هم د باور بنياد وي۔ ده ووئيل د اسلام آباد د مارګله سکون لرونكو او زړه راښكونكو غړونو په لمن كښې پروت دے كوم چې د نړۍ په ښائسته پايه تختونو كښې يو دے٬ پخپلې راتلونكې دوره كښې دوي له د پاكستان د نورو ښاريو دوره پكار ده دغسې چې دوي د پاکستاني اولس ثابت قدمي او د كلتور او د تهذيبي اقدارو مشاهده وكړې شي كوم چې مونږ ډېر عزيز ساتو۔ په آخر كښې ده ووئيل يونيورسټي آف لندن په پېړيو اډانه د روايات او تاريخ وړ ده٬ دې لپاره هر ډول ممكنه خدمت او مرستې له هر وخت چمتو يو











