د پيغام امن قامي کميټۍ پلاوي د حافظ طاهر محمود اشرفي په مشرۍ كښې د آئي اېس پي آر ډائرېكټر جنرل ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري سره وليدل

پېنډۍ 13 جنوري (اے پي پي) د پيغام امن قامي کميټۍ (اېن پي اے سي) پلاوي د حافظ طاهر محمود اشرفي په مشرۍ كښې د آئي اېس پي آر ډائرېكټر جنرل ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري سره د نهې په ورځ په جنرل هيډکوارټرز كښې ليدلي دي او د قامي بيانيې ودې لپاره يې د بشپړه مرستې باور وركړو٬ پلاوي پاک پوځ سره د غېر متزلزل يووالي څرګندونه وكړه او …

پېنډۍ 13 جنوري (اے پي پي) د پيغام امن قامي کميټۍ (اېن پي اے سي) پلاوي د حافظ طاهر محمود اشرفي په مشرۍ كښې د آئي اېس پي آر ډائرېكټر جنرل ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري سره د نهې په ورځ په جنرل هيډکوارټرز كښې ليدلي دي او د قامي بيانيې ودې لپاره يې د بشپړه مرستې باور وركړو٬ پلاوي پاک پوځ سره د غېر متزلزل يووالي څرګندونه وكړه او د رياست مخالف بيانيې او د دښمنانو د پروپيګنډې مقابلې كولو لپاره يې د اجتماعي عزم پخلے وكړو٬ کميټۍ فتنه الخوارج سره سره د افغان طالبانو هم سخته غندنه وكړه او په دې خبره يې زور راٶړو چې ترهګري په يو صورت كښې د جواز وړ نه ده٬ اېن پي اے سي ګرد هېواد كښې د جوماتونه منبرونه او د نورو مذهبي پليټ فارمز د لارې اسلامي اتحاد، سماجي همغږۍ او د آئيني مساوات پېغام عام كولو منصوبې اعلان وكړو۔ په دې موقع د كركجنو وېناګانو ، د فرقه ايز او تکفيري بيانيونو په ضد د زيرو ټالرنس پاليسي خپلولو ته هم اتفاق راغلو ٬ کميټۍ د رياستي بيانيې موثره ودې لپاره جوماتونه٬ مدرسې او په جامعات كښې د اګاهۍ او لارښودنې په سېشنز كښې اضافې لپاره تجويز هم وراندې كړو۔ په دې موقع د آئي اېس پي آر ډي جي زور راوړٶ چې د ترهګرۍ او د دښمنانو د پروپېګنډې موثره مقابلې لپاره د قامي سلامتيا او د بيانيې په معاملو اتحاد او اتفاقِ رائے د وخت مهم ضرورت دے۔ ده د فتنه الخوارج، تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او تحريک طالبان افغانستان (ټي ټي اے) په تناظر كښې د كورنۍ سلامتيا په چېلنجز جامع خبرې وكړې چې پكښې د ټولو ډلو مشتركه موقف ته لا وده ترلاسه شوې۔ ده په دې خبره هم زور راوړو چې اولسي خبرتيا او په حقائقو اډانه قامي بيانيه د دښمن د نفسياتي جنګ په ضد پرېكنده وسله ده٬ په کشمير او غزه د اسلام آباد د اصولي موقف پخلي كولو سره ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري ووئيل د مظلوم اولس ملاتړ د پاكستان اخلاقي ذمه واري ده٬ ملاقات ګټور ګرځولو سره د آئي اېس پي آر ډي جي په راتلونكي وخت كښې اعتماد سازۍ او د عملي مرستې په وده كښې د نور پېشرفت هيله څرګنده كړه٬ ګډون كوونكو هم ملاقات د نتيجې وړ وګرځولو او مذهبي قيادت او د رياستي ادارو ترمېنځه باور او مرسته لا قوي كېدل يې خوشبينه وګرځوله

مزید خبریں