وفاقي وزير اورنګزېب خان كهچي ګورنمنټ ګرېجوېټ كالج اصغر مال راولپنډي د قامي ورثه ګرځولو اعلان وكړو

اسلام آباد/ پنډي۔ 13 جنوري ( اے پي پي) د قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير اورنګزېب خان كهچي ګورنمنټ ګريجوېټ كالج اصغر مال پنډۍ د قامي ورثې ګرځولو اعلان سره وئېلي دي چې ډېر زر به په دې تعليمي اداره كښې يوه رسمي دستوره وكړې شي چې پكښې به دې له د قامي ورثه درجه وركړې شي۔د نهې په ورځ د قامي ورثه و كلتور وزرات نه جاري بيان …

اسلام آباد/ پنډي۔ 13 جنوري ( اے پي پي) د قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير اورنګزېب خان كهچي ګورنمنټ ګريجوېټ كالج اصغر مال پنډۍ د قامي ورثې ګرځولو اعلان سره وئېلي دي چې ډېر زر به په دې تعليمي اداره كښې يوه رسمي دستوره وكړې شي چې پكښې به دې له د قامي ورثه درجه وركړې شي۔د نهې په ورځ د قامي ورثه و كلتور وزرات نه جاري بيان تر مخه په كالج كښې تابيا شوې دستورې ته خطاب كښې وفاقي وزير ووئېل دا كالج يوازې يوه تعليمي اداره نه ده بلكې د شعور ٬ كردار او د قامي تاريخ يوه ژوندې استعاره ده ۔ ده زده كوونكې د قام سباون او د هېواد روښانه ستوري ګرځولو سره ووئېل قائداعظم محمد علي جناح د قيام پاكستان په وخت زده كوونكو ته د تعليم په تر لاسه كولو زور راوړے ؤ او نن هم دا پېغام وركړے كېږي چې ځوانان علم او كردار خپل شعار وګرځوي ۔ وفاقي وزير ووئېل زده ككونكو له پكار دي چې كله هم تاسو ته بهر هېوادونو ته د تللو موقع تر لاسه شي نو د پاكستان مثبت سفير په حېث لاړ شې۔ ده ووئېل د پاكستان پوځ جرات منده قربانيو او د معركه حق نه پس په نړيواله كچه د پاكستان عزت او وقار كښې ښكاره زياتوالے راغلے دے او په بهر نړۍ كښې پاكستان ته خلق د عزت په سترګو ګوري۔ ده د كالج انتظاميه ته د كلتور وزارت او د دې تر سېوري لاندې ادارو سره د لوظ نامو بلنې وركولو سره ووئېل د وزارت ټولې ادارې د تعليمي او كلتوري مرستې لپاره چمتو دي۔ وفاقي وزير باور وركړو جې كالج د وزارت ما تخت ادارې او پلېټ فارم د كومې معاوضې نه غېر كارولې شي دغسې چې كلتوري او تعليمي هلې ځلې وده ومومي

مزید خبریں