وزيراعظم شهباز شريف سره د ايركسن پلاوي ملاقات ٬ د فائیو جی سپیکټرم نیلامۍ په شمول د آئي ټي انفراسټركچر لا بهترۍ لپاره د حكومتي هڅو ستائنه

اسلام آباد۔13جنوری(اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف د فائيو جي په شمول عصري نېټ وركس كښې د’’ایرکسن‘‘ نړيوالو تجربو څخه په استفاده كولو كښې د پاكستان خوښي په ډاګه كولو سره د قومي ضرورت له مخې د محفوظ او تلپاتي آئي ټي انفراسټركچر پرمختګ باوري كولو عزم پخلے كړے دے۔ د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم سره د نوموړي سویډش ټېلی …

اسلام آباد۔13جنوری(اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف د فائيو جي په شمول عصري نېټ وركس كښې د’’ایرکسن‘‘ نړيوالو تجربو څخه په استفاده كولو كښې د پاكستان خوښي په ډاګه كولو سره د قومي ضرورت له مخې د محفوظ او تلپاتي آئي ټي انفراسټركچر پرمختګ باوري كولو عزم پخلے كړے دے۔ د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم سره د نوموړي سویډش ټېلی کمیونیکېشن کمپنۍ ایرکسن (Ericsson) پلاوي د نهې په ورځ دلته په وزيراعظم هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ د پلاوي مشري د كمپنۍ صدر او د ماركيټ ایریا یورپ، مشرق وسطیٰ او افریقا مشر بيټرك جوهانس كوله۔ وزیراعظم د پلاوي هركلي كولو سره په پاكستان كښې د ایرکسن په شپږو لسيزو د محيط سرمايه كارۍ او د هېواد د ټيلي كميونيكېشن سېكټر په پرمختګ كښې ددې د كردار ستائنه وكړه۔ وزیر اعظم د فائیو جی په شمول عصري نېټ وركس كښې د ايركسن نړيوالو تجربو څخه په استفاده كولو كښې د پاكستان خوښي په ډاګه كړه او د قومي ضرورت له مخې يۍ د محفوظ او تلپاتي آئي ټي انفراسټركچر پرمختګ باوري كولو او د بهرنيو سرمايه كارو او د ټېكنالوجي په څانګه كښې د سټراتيجيكي همكارانو ملاړ لپاره د حكومت د عزم پخلے وكړو۔ د ایرکسن وفد د فائيو جي سپېكټرم نيلامۍ په شمول د هېواد د آئي ټي انفراسټركچر لا بهترۍ له د پاكستاني حكومت د هڅو ستائنه وكړه۔ په ملاقات كښې نائ وزيراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار، د آئي ټي وزير شزا فاطمه خواجه، خاص مرستيال سید طارق فاطمی او اعلیٰ سرکاری چارواكي هم موجود وو

مزید خبریں