اسلام آباد 13 جنوري (اے پي پي) د دفاع وفاقي وزير خواجه محمد آصف د نهې په ورځ د مراکش سرکاري دوره كړې او په دې موقع يې د پاکستان او مراکش ترمېنځه د دفاعي مرستې په اړه د مفاهمت په يو ياددښت لاسليك كړے كوم چې د دوارو هېوادونو ترمېنځه دوه اړخيزه دفاعي او امنيتي مرستې لا مستحكمولو لپاره يو مهم سنګ ميل دے۔ د دفاع وزارت لخوا د …
د دفاع وزير خواجه محمد آصف د مراکش سرکاري دوره، د دفاعي مرستې په اېم او يو لاسليك
اسلام آباد 13 جنوري (اے پي پي) د دفاع وفاقي وزير خواجه محمد آصف د نهې په ورځ د مراکش سرکاري دوره كړې او په دې موقع يې د پاکستان او مراکش ترمېنځه د دفاعي مرستې په اړه د مفاهمت په يو ياددښت لاسليك كړے كوم چې د دوارو هېوادونو ترمېنځه دوه اړخيزه دفاعي او امنيتي مرستې لا مستحكمولو لپاره يو مهم سنګ ميل دے۔ د دفاع وزارت لخوا د جاري اعلاميه له مخئ وفاقي وزير خواجه آصف د شريكې خوښې په څانګو كښې مرستې ته د ودې وركولو په حواله د پلاويو په كچه د خيالاتو څرګندونې كولو سره د پاكستاني پلاوي مشري وكړه۔ وفاقي وزير د مراكش خپل همڅنګ سره ملاقات هم وكړو او د ملاقات په پائې كښې د ډالو تبادله وشوه۔ وفاقي وزير خواجه محمد آصف د مراکش دفاع وزير ته د پاکستان جوړ كړے فټ بال هم وركړو۔ د ملاقات نه وړاندې وفاقي وزير خواجه محمد آصف د محمد پنجم په مزار حاضري وكړه او فاتحه خواني كولو سره يې د مېلمنو په كتاب خپل لاسليك هم وكړو٬ دوره دواړو ډلو ته امن، استحکام او مرستې لپاره د خپل مشتركه عزم پخلي پشمول په دوه اړخيزه او سيمه ايزو مسئلو د خيالاتو د څرګندونې موقع وركړه٬ دا دوره د پاکستان او مراکش ترمېنځه د اوږدې مودې د دوستۍ اړيكو عكاسي كوي او د دفاع، سلامتيا او مشترکه مفادات سره سره په نورو څانګو كښې مرستې لا ژورولو لپاره شريك خواهش هم رامخې ته كوي











