اسلام آباد 13 جنوري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق سره د بلوچستان ګورنر شېخ جعفر خان مندوخيل او وزيراعليٰ ميرسرفراز بګټي د نهې په ورځ د پارلمان په ودانۍ كښې ليدلي دي ۔ د قامي اسمبلۍ سيکرټريټ له مخې د ملاقات په مهال نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار هم موجود ٶ٬ په ملاقات كښې په صوبه كښې د امن او امان …
د قامي اسمبلۍ سپيکر سره د بلوچستان ګورنر او وزيراعليٰ وليدل
اسلام آباد 13 جنوري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق سره د بلوچستان ګورنر شېخ جعفر خان مندوخيل او وزيراعليٰ ميرسرفراز بګټي د نهې په ورځ د پارلمان په ودانۍ كښې ليدلي دي ۔ د قامي اسمبلۍ سيکرټريټ له مخې د ملاقات په مهال نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار هم موجود ٶ٬ په ملاقات كښې په صوبه كښې د امن او امان او د اولسي خېرښګرې د منصوبو پشمول د شريكې خوښې په نورو چارو تفصيلي خبرې وشوې۔ سپيکر سردار اياز صادق په بلوچستان كښې د مېرمنو او ځوانانو حقونو تحفظ او په سماجي پرمختګ خاص زور راوړو٬ په دې موقع نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار ووئيل په بلوچستان كښې انفراسټرکچر، تعليم او د صحت منصوبې په سمدستي توګه او موثره نفاذ د وفاقي حكومت وړومبۍ پام لرنه ده ۔ سپيکر سردار اياز صادق ووئيل پارلمان او وفاقي حكومت به د ګډې هلو ځلو سره په بلوچستان كښې تل پاتې پرمختګ باوري كوي، د بلوچستان پرمختګ، د پاکستان د مجموعي پرمختګ ضمانت دے۔ ګورنر جعفرخان مندوخيل او وزيراعليٰ ميرسرفراز بګټي په صوبه كښې امن او امان لپاره د امنيتي ځواكونو او قانون نافذ كوونكو ادارو د هلو ځلو ستائنه وكړه۔ سپيکر اياز صادق ووئيل بلوچستان زمونږ زړه ته نزدې دے او د صوبې د مسئلو حل د حكومت وړومبۍ پام لرنه ده، د پاکستان ترقي د بلوچستان ترقۍ سره تړلې ده۔ ده د وفاقي او صوبائي ادارو ترمېنځه د هم غږۍ ودې لپاره د سپيکر د هلو ځلو ستائنه وكړه۔ ګورنر او وزيراعليٰ د قامي اسمبلۍ كاروائۍ په ښه ډول چلولو د سردار اياز صادق د كردار ستائنه هم وكړه۔ نائب وزيراعظم اسحاق ډار د بلوچستان اولس خېرښګړې او پرمختګ قامي ترجيح وګرځوله٬ په دې موقع د وفاق او بلوچستان ترمېنځه مرستې لا قوي كولو ته سلاح يوه شوه











