اسلام آباد 13 جنوري (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق سره د خېبر پښتونخوا صوبائي محتسبې رباب مهدي د نهې په ورځ د پارلمان په ودانۍ كښې ليدلي دي ٬ په دې موقع سپيکر ته د صوبائي محتسب د كاركردګۍ او په خاص توګه د مېرمنو د وراثتي حقونو تحفظ او په ضم شوو ضلعو كښې مېرمنو ته د رامخې ته مسئلو حل لپاره په پورته كړو …
سپيکر سردار اياز صادق سره د خېبر پښتونخوا صوبائي محتسبې رباب مهدي وليدل
اسلام آباد 13 جنوري (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق سره د خېبر پښتونخوا صوبائي محتسبې رباب مهدي د نهې په ورځ د پارلمان په ودانۍ كښې ليدلي دي ٬ په دې موقع سپيکر ته د صوبائي محتسب د كاركردګۍ او په خاص توګه د مېرمنو د وراثتي حقونو تحفظ او په ضم شوو ضلعو كښې مېرمنو ته د رامخې ته مسئلو حل لپاره په پورته كړو اقداماتو تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ د قامي اسمبلۍ سيکرټريټ له مخې رباب مهدي سپيکر ته د شكايتونو ازالې نظام او د وراثت په اړه د شخړو په وخت د هواري د لارې مېرمنو ته د وركړې كېدونكو سهولتونو نه خبر كړو۔ سپيکر سردار اياز صادق د مېرمنو د حقونو تحفظ او دوي په وخت انصاف وركولو كښې د صوبائي محتسب د كاركردګۍ ستائنه وكړه











