سپيکر سردار اياز صادق د سېنېټ چيئرمېن يوسف رضا ګيلاني سره وليدل

اسلام آباد 13 جنوري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق د نهې په ورځ د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني سره ليدلي دي٬ په دې موقع دوهم سپيكر سيد غلام مصطفيٰ شاه هم موجود ٶ۔ د قامي اسمبلۍ سيکرټريټ له مخئ د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د سپيکر او دوهم سپيكر هركلے وكړو او په دې موقع د قانون سازۍ، د پارلمان په …

اسلام آباد 13 جنوري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق د نهې په ورځ د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني سره ليدلي دي٬ په دې موقع دوهم سپيكر سيد غلام مصطفيٰ شاه هم موجود ٶ۔ د قامي اسمبلۍ سيکرټريټ له مخئ د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د سپيکر او دوهم سپيكر هركلے وكړو او په دې موقع د قانون سازۍ، د پارلمان په موثر کردار او د شريكې خوښې په نورو مهمو چارو تفصيلي خبرې وشوې٬ دواړو مشرانو د پارلماني روايات په وده، د جمهوري اقدارو استحکام او په قامي ګټه د قانون سازۍ عمل لا موثره كولو لپاره د قامي اسمبلۍ او سېنېټ ترمېنځه مرستې ته ودې وركولو لپاره د عزم پخلے وكړو٬ د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني سپيکر سردار اياز صادق ته د حکومت او اپوزيشن ترمېنځه د خبرو اترو په وده كښې مثبت او ګتور كردار لوبولو پېرزوئنې وړاندې كړې

مزید خبریں