د صدر مملكت آصف علي زرداري د بحرين دوره به د دواړو هيوادونو ترمينځه اړيكې لا پياوړې كړي: د پاكستان سفير ثاقب رؤف

اسلام آباد۔13جنوری (اے پی پی) په بحرېن كښې د پاكستان سفير ثاقب رؤف وئيلي دي د صدر مملكت آصف علي زرداري د بحرېن دوره مهم اقدام دے چې مقصد يۍ د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې لا مضبوطول دي۔ د نهې په ورځ په يو وېډيو پيغام كښې ده ووئيل صدر آصف علي زرداري دې څخه وړاندې په كال 2011ء كښې د خپل صدارت په مهال د بحرېن دوره كړې وه …

اسلام آباد۔13جنوری (اے پی پی) په بحرېن كښې د پاكستان سفير ثاقب رؤف وئيلي دي د صدر مملكت آصف علي زرداري د بحرېن دوره مهم اقدام دے چې مقصد يۍ د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې لا مضبوطول دي۔ د نهې په ورځ په يو وېډيو پيغام كښې ده ووئيل صدر آصف علي زرداري دې څخه وړاندې په كال 2011ء كښې د خپل صدارت په مهال د بحرېن دوره كړې وه او دا د ده دويمه دوره ده۔ صدر مملکت آصف علی زرداري د اعلی كچې پلاوي سره 13 څخه تر 16 جنورۍ د بحرېن سركاري دوره كوي۔ سفیر ثاقب رؤف ووئيل د خپلې اولنۍ دورې په مهال صدر مملكت د بحرېن مشرتابه سره نزدې ذاتي اړيكې جوړې كړې وې۔ ده ووئيل د صدر مملكت دورې په نتيجه كښې به په بېلو څانګو كښې بحرېن سره د پاكستان اړيكې لا وده ومومي۔

مزید خبریں